لاهور 27 نومبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي چې مريم صفدر دې په خپ??ه آډيو د قوم نه بخښنه وغواړي، ټولو ته معلومه ده چې ن ليګ به په خپ?? دور كښې څنګه د مېډيا سا بندوله، ډېر زر به په پېټروليم اولس ته ريليف وركړے شي، په عدالتي اصلاحاتو حكومت كار كوي، زمونږ ځوانان زمونږ اثاثه ده، د كامياب ځوان پروګرام له مخې مو 25 زره ځوانانو ته كاروبار لپاره 30 اربه روپې وركړې دي. ده دا خبرې كلن بزنس اېنډ كامرس كانفرنس ته په خپ??ه وېنا او مېډيا سره په خپ??و خبرو كښې وكړې. ده ووئيل چې د اوسني حكومت د مث??ت پالېسو په نتيجه كښې د پاكستاني مصنوعاتو مجموعي برآمدات د 25 اربه ډالرو نه زيات شوي دي، د آئي ټي برآمدات تېر كال د 2 اربه ډالرو وو كوم به چې سږ كال د 3 اربه ډالرو نه زيات شي. ده ووئيل چې د احساس پروګرام له مخې د تېرو دوه نيمو كلونو په مهال يو نيم لك مستحق زده كوونكو ته سكالرشپ وركړې شوي دي، سږ كال به 50 زره زده كوونكو ته سكالرشپس وركولې شي. ده ووئيل چې مونږ د 22 كروړه آبادې هېواد لرو چې پكښې 60 فيصده آبادي د ځوانانو ده، دا ځوانان زمونږ د هېواد اثاثه ده، په دوي مونږ ته سرمايه كاري كول دي. ده ووئيل چې مونږ ته به خپ?? معيشت قوي كول وي ځكه چې زمونږ چېلنجونه ډېر لوي دي. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې مريم صفدر دې په خپ??ه آډيو د قوم نه بخښنه وغواړي، ټولو ته معلومه ده چې ن ليګ به په خپ?? دور كښې څنګه د مېډيا سا بند??له.