اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) د پي آئي اے خاص پرواز د سورئې څخه بېرته وطن ته راورسېدو، دا پرواز د اربعين په موقع د چلول كېدونكو پروازونو د لړۍ وړومبې پرواز دے. د قومي ائير لائن پي آئي اے وياند عبدالله خان لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې خاص پروازونه د اربعين په لړ كښې نجف، بغداد او دمشق ته روانېږي. په خاص ابتدائي پرواز كښې د هوابازې وزير غلام سرور خان او د پي آئي اے سي اي او ائير مارشل ارشد ملك هم سواره وو كوم چې پرواز سره هېواد ته راورسېدل. د پي آئي اے الوتكه زائرين وړلو سره 27 كاله پس د سورئې په خاوره كوزه شوې او د دمشق په هوائي اډه د واټر ګن د لارې د دې سلامي وكړې شوه. د هوابازې وفاقي وزير او سي اي او په هوائي اډه د سورئې د ټرانسپورټ وزير سره مل??قا?? هم وكړو. د مل??قا?? په مهال په پاكستان كښې د سورئې سفيړ او په سوريه كښې د پاكستان سفير هم موجود وو. پاكستاني پلاوي د يوې قافلې ??ه صورت كښې د حضرت بي بي زېنب ﴿رض﴾ په مزار حاضري هم وكړه. په مزار د سورئې د اوقافو وزير د پلاوي او د پي آئي اے د عملې ??ركلې ??كړو. پلاوي د بي بي زېنب ﴿رض﴾ په روضه فاتخه خواني وكړه او په جو??ات كښې ئې نوافل هم ادا كړل.