اسلام آباد۔9ستمبر (اے پی پی) پاكستان م??بو??ه كشمير كښ?? په لويه كچه د جنګي جرمونو ٬ د بشري حقونو خلاف ورزيو ٬ جعلي مقابلو ٬ جعلي فلېګ آپرېشنز او د مېرمنو بې حرمتۍ په اړه بشپړ ډوزيئر جاري كړو۔ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د اتوار په ورځ د بشري حقونو وفاقي وزير شريں مزاري او د قامي سلامتيا سلاحكار معيد يوسف سره په ګډه خبري كنفرنس كښ?? په 131 پاڼو د مشتمل ډوزيئر تفصيلات وړاندې كولو سره ووئيل مونږ به د دې ډوزيئر د لارې بشپړه معلومات او اصل حقائق ګردې نړۍ ته ورسوؤ۔ مون?? د ??ړۍ تر ټولو د لوئې جمهوريت ادعا كوؤنكي هندي سركار اصلي څيره رامخې ته كولو پرېكړه كړې ده۔ هغه ووئيل نن د هندي پوځي محاصرې 769 ورځې شوې دي۔ كله چې سيد علي ګېلاني د ستمبر په اولنۍ نېټه په حق ورسېد نو د هغه د كور محاصره وكړې شوه۔ هغه د شپی په تياره كښ?? د هغه د وصيت برعكس دفن كړے شو۔ د تدفين حق نه هم محروم وساتلے شو۔ د هغه كورنۍ او خپلوانو ته جنازه كښ?? د ګډون اجازه ورنكړې شوه۔ نړيواله ميډيا م??بو??ه كشمير ته پرېښودلې نه شي۔ انسانيت دا ډول له مينځه وړول نامناسب دي ځكه نن مونږ د دې ډوزيئر رامخې ته كولو پرېكړه كړې ده۔ شاہ محمود قرېشی و??ئيل په 131 پاڼو د مشتمل دې ډوزیر درې بابونه دي۔ په اولني باب كښ?? جنګي جرمونه ٬ دويم كښ?? فالس فلېګ عمليات او درېم كښ?? د سلامتي كونسل د قراردادونو او د هند لخوا د م??بو??ه كشمير د جغرافيائي حېيثت بدلولو هڅو ذكر دے۔ هغه ووئيل دې كښ?? 113 حوالې موجود دي په كومو كښ?? چې 26 نړيوالې ميډيا او 41 حوالې د هند تھنك ټېنكس څخه اخستې شوي دي ٬ دې كښ?? د پاكستان يوازې 14 حوالې دي۔ دا يو د باور وړ دستاوېز جوړ كړے شوے دے۔ 3232 کېسونه د جنګي جرمونو په اړه دي۔ 1128 هغه وګړي په ګوته كړې شوي دي چې په كښ?? هندي مېجرجنرل، برېګېډیئر او نور مشرانو افسرانو ذكر شوي دي كوم چې د بشري حقونو له مينځه وړولو كښ?? نېغ په نېغه ككړ پاتے شوي دي۔ هغه ووئيل دې ډوزیئر كښ?? د مېرمنو د بې حرمتۍ ذكر هم موجود دے۔ د يو لاك نه زياتو د داسې املاك ذكر په كښ?? هم شوے كوم چې سوزولې شوي دي۔ دې سره سره د پاكستان بدنامولو له د فېك آپرېشنز ذكر هم دې دستاوېز كښ?? شوے دے۔ په دې كښ?? د كشميري اولس د سولييزو هڅو ترهګرۍ سره د تړلو هڅو هم ذكر شوے دے ۔ په دې موقعه خارجه وزارت كښ?? خبريالانو ته د هند سركار لخوا م??بو??ه جموں وكشمير كښ?? د بشري حقونو خلاف ورزيو وېډيو وښودلې شوه۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښ?? وفاقي وزير ووئيل اروپائي هېوادونه د بشري حقونو د علمبردار كېدو دعوی كوي خو م??بو??ه كشمير كښ?? د بشري حقونو په سنګينو خلاف ورزيو او په كشميري اولس روانو ظلمونو خاموشه دي۔ هغه ووئيل د بشري حقونو تحفظ د نړيوالو ادارو ذمه واري ده۔ د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل دې م??بو??ه كشمير كښ?? د هند لخوا د بشري حقونو په ضد د روانو سنګينو خلاف ورزيو او جنګي جرمونو نوټس واخلي او د دې تحقيقات دې وكړي۔ شاه محمود قرېشي په هند زور راوړلو سره ووئيل چې هغه دې په سمدستي توګه د بشري حقونو خلاف ورزۍ بندې كړي او م??بو??ه كشمير ته رسائي ترلاسه كولو له دې نړيوالې ميډيا او د بشري حقونو تنظيمونو ته اجازه وركړې شي۔ د كشمير شخړې حوالې سره د پاكستان د هڅو ذكر كولو سره خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل د 5 اګست 2019 نه وروسته د كشمير مسئله په نړيواله كچه په فعاله ډول رامخې ته كړې شوه٬ د ملګرو ملتنو عمومي سېكتر او د امنيتي كونسل صدر د پاكستان خپلو دورو په مهال خپلو بيانونو كښ?? د كشمير حوالې سره د ملګرو ملتونو دريځ څو څو وارې ذكر كړو۔ د هیومن رائټس کونسل پرله پسې دوه رپورټس رامخې ته كول هم زيات مهم دي۔ دې سره سره د هاؤس آف کامنز په شمول په نړيوالو پارليمانونو كښ?? م??بو??ه كشمير كښ?? د بشري حقونو په روانو خلاف ورزيو خبرې شوې دي۔ د 5 اګست 2019 نه وروسته نړيوالې ميډيا م??بو??ه كشمير كښ?? روانو د بشري حقونو سنګينو خلاف ورزيو پلو د نړۍ پام راوګرځولو۔ مخدوم شاہ محمود قرېشی و??ئيل سوشل ميډيا هم په دې لړ كښ?? مهم كردار ترسره كوي۔ هغه ووئيل مون?? د ??ارليماني ډپلومېسي كارولو اراده وكړه ولې د كورونا بندېزونو دلاسه مو دا عملې نه كړې شوه۔ خارجه وزير ووئيل د كشميري اولس قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ مونږ به دا ډوزیر ټولو مشنز او هر فورم ته لېږو او بشپړه او اصل حقائق به ټولې نړۍ ته رسوؤ۔ د بشري چارو وفاقي وزيرې شيريں مزاري ووئيل هند د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل او د نړيوالو قوانينو خلاف ورزۍ كوي خو د دې غندنه كولې نه شي۔ اروپائي هېوادونه په دوه مخيزه معيار عمل كوي۔ م??بو??ه كشمير كښ?? د هند د 5 اګست اقداماتو په اړه د اروپائي ائتلاف لخوا كوم بيان نه دے رامخے ته شوې۔ مونږ به د انصاف نړيوال عدالت څخه د جنګي جرمونو په اړه رائې اخستلو سره په نړيواله كچه د هند د بشري حقونو خلاف ورزۍ به نورې هم پورته كړؤ۔ شیریں مزاری و??ئيل د هند لخوا رېپ د جنګي وسلې په توګه وكارولې شو۔ پېلټ ګنز د ځناورو ښكار لپاره كارولې شي ولې هغه په هندوستان كښ?? د كوچنيانو په ضد كارولې شي۔ د قومي سلامتيا سلاحكار معيد يوسف ووئيل نن صورتحال بدل شوے دے۔ نن څوك هم د هندوستان په جرمونو پرده اچونكې نشته۔ هغه ووئيل د هند پالېسۍ نه يوازې سيمې بلكې نړۍ لپاره د خطرې سبب ګرځېدې شي۔ د ای یو ډس انفولېب رپورټ رامخې ته كېدل ددې تبديلۍ عكاسي كوي۔ معید یوسف ووئيل مونږ چې تېر كال نومبر كښ?? كوم ډوزیئر وړاندې كړو په هغې كښ?? وركړې شوي معلومات او د هندي پراپېګنډې دستاوېزي ثبوتونه چا هم چېلنج نه كړل۔ هغه ووئيل دا ډوزیئر ارواښاد سید علی ګیلانی ته د عقيدت په توګه وړاندے كولے شي ولې چې د هغه ټول عمر هم په هڅو كښ?? تېر شو