اسلام آباد10ستمبر (اے پي ??ي)صدر ډاكټر عارف علوي د مجموعي او يو مساوي ټولنې جوړولو لپاره د اسلام تصور له مخې د مېرم??و د جائيداد حقونو تحفظ لپاره ?? اقداماتو په حاجت زور راوړولو سره وئېلي ديوګړي د مېرم??و د حقونو څخه خبرولو لپاره دې علماﺀ او مېډيا خپل كردار ترسره كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ په ايوان صدر كښې د مېرمنو خود مختيارۍ كولو په حقله د يوې غونډې مشرۍ كولو سره وكړه۔?? اقتصادي چارو وفاقي وزير عمر ايوب خان٬د قانون او انصاف ډويژن پارليماني سېكرترې مليكه بخاري او د حكومت اعلٰی چارواكو په غونډه كښې ګډون وكړو۔د مېرم??و د املاك د حقونو قانون 2020 نفاذ په حقله صدر د قانون سازۍ دا اقدام مېرمنو له د هغوي حقونه وركولو لپاره يو مثبت ګام وګرځولو او په ټولو صوبو كښې يې د يو ډول قوانين په حاجت زور راوړو۔صدر مملكت ووئيل انفوريسټمنټ آف وويمن پراپرټيز رائيټ ايكټ 2020 يو موثره او تندۍ سره د ګيلو لرې كولو تګلاره وړاندې كوي۔صدر د مېرمنو خود مختارۍ په اړه د منصوبو سټريم لائن كولو په حاجت زور راوړو۔په دې موقع عمر ايوب خان صدر د ورلډ بېنك٬ايشين ډوېلپمنټ بېنك او د بېلو هېوادو??و د اړخه پاكستان له مېرمنو لپاره د وركړې كېدونكي ګڼ اړخيزه او دوه اړخيزه فنډز او د پور په حقله خبر كړو او دغسې اولس مشر په دې لړ كښې د نړيوالو ادارو او هېوادونو مالي معاونت وستائېلو