اسلام آباد۔24اګست (اے پی پی) افغانستان كښې د ??اك??تان سفير منصور احمد خان وئيلي دي ??اك??تان د تېر افغان حكومت نه هم دا مطالبه كوله چې د افغانستان خاوره بايد د ??اك??تان په ضد ونه كارولې شي٬ مونږ به د نوي حكومت سره هم دا معامله پورته كوؤ چې د افغانستان خاوره د كومې ترهګرې ډلې لپاره ونه كارولې شي۔ طالبان او نور افغان سياسي لارښود په دې خبره پوهه شوي چې د افغان مسئلې كوم پوځي حل نشته ۔ د تېرو 4 لسيزو څخه د روان جنګ ختمېدل او افغانستان كښې تل پاتي امن او ا??تحكام لپاره د سياسي عمل د لارې د مخلوط حكومت تشكيل يوازينۍ لار ده۔ د نهې په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې هغه ووئيل ??اك??تان د تېرو دوه كلونو په مهال افغان امن عمل د مخ په وړاندې بوتللو حقله د طالبانو په شمول افغان سياسي لارښودو سره پرله پسې مصروف پاتې شوے ؤ۔ افغانستان كښې د روانې وضعې په اړه ??اك??تان ګاونډيانو هېوادونو او نړيوالې وروولۍ سره په تماس كښې دے۔ په دې لړ كښې خارجه وزير د څلورو ګاونډيانو هېوادونو دوره كؤنكے دے۔ منصور احمد خان ووئيل طالبانو ته د دې خبرې اندازه شته چې د 1996ء نه تر 2001ء دوئي په خپل دور كښې د افغانستان دننه مزاحمت سره مخ وو او نړيوالې ورورولۍ هم دوئي تسليم كړې نه وو۔ هغه ووئيل په 15 اګست د كابل كنټرول سنبالولو نه وروسته د طالبانو لارښودو يو شمېر نورو افغان سياسي لارښودو ډاکټر عبداللہ عبداللہ، حامد کرزئی اور ګلبدین حکمت یار سره ملاقاتونه كړي۔ ??اك??تاني سفير ووئيل هند او افغانستان آزاد او خپلواكه هېوادونه دي۔ ??اك??تان كله هم د دوي په سفارتي اړيكو ا??تراض نه دے كړے۔ ??اك??تان ټول عمري د هند د منفي رويې او د افغانستان خاوره د ??اك??تان په ضد ترهګرۍ له په كارولو ا??تراض كړے۔ ده ووئيل ??اك??تان د هند ترهګرۍ په اړه ثبوتونه نړيوالې وروولۍ ته هم وړاندې كړي۔ ده هيله ولرله چې نوې افغان حكومت به په فع??له ډول دا مسئله حل كړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل تحريك طالبان ??اك??تان د افغانستان خاوره د ??اك??تان په ضد ترهګرۍ له كاروي ٬ د دې بايد مخه ونيولې شي۔ اوس افغانستان كښې كوم باضابطه حكومت نشته ځكه ??اك??تان د كوم هم سفارتي چېنل د لارې دا معامله نه ده پورته كړې۔ كله چې افغانستان كښې نوے حكومت جوړ شي نو ??اك??تان به ??ه يوازې دا چې دا معامله به پورته كړي بلكې د ??اك??تان په ضد ترهګرۍ كښې د ككړو كسانو افغانستان كښی د موجودګۍ په حقله به هم پوښتنه كوي۔