اسلام آباد۔5 اګست(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد ح??ېن وئيلي دي مونږ كشمير لپاره څلور جنګونه كړي۔ د دويم لوي جنګ نه پس د كوم اولس الحاق لپاره داسې هڅې كله هم نه دي شوي كومې چې ??وس روانې دي۔ د هند فاشسټ حكومت د كشميري اولس حقونه له مينځه وړي۔ پاكستان به كله هم د كشمير كاز نه شاته نه شي۔ د پاكستان هر وګړے كشميري اولس سره ولاړ دے او ولاړ به وي۔ د زيارت په ورځ د پارليمنټ هاؤس نه بهر د كشمير استحصال ورځې لاريون ته خپل خطاب كښې د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل كشميرے اولس زمونږ د وجود برخه ده۔ زمونږ زړونه د كشميري اولس او د هغوي زړونه زمونږ لپاره درزيږي۔ مونږ كشميري اولس لپاره د خپلو ځانونو قربانۍ وركړي ۔ هغه ووئيل مونږ نن د مقبوضه كشمير اولس ته پېغام وركول غواړؤ چې پاكستان د نړۍ پنځم طاقت دے كوم چې ??تاسو په شا ولاړ دے۔ چوهدري فواد ح??ېن ووئيل د هند فاشسټ حكومت د كشميري اولس حقونه له مينځه وړي۔ چوهدري فواد ح??ېن ووئيل پاكستان به كله هم د كشمير كاز نه شاته نه شي۔ د پاكستان هر وګړے كشميري اولس سره ولاړ دے او وي به۔ دې نه وړاندې د اطلاعات وفاقي وزير چوهدري فواد ح??ېن د خارجه وزير شاه محمد قرېشي په ملګرتيا كښې كشميري اولس سره د يو والي څرګندونې له د خارجه دفتر نه تر پارليمنټ هاؤس د ويستلې شوي لاريون مشري وكړه۔ په دې موقع ميډيا سره خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل نن صدر مملكت ٬ خارجه وزير ٬ د كابينې غړي او اولس په دې لاريون كښې كشميري اولس ته دا وئيلو لپاره موجود دي چې مونږ ستاسو ترڅنګ ولاړ يؤ۔ هغه ووئيل د كشمير آزادۍ او د كشميري اولس حقونه مونږ لپاره د خپلو ځانونو نه زيات مهم دي۔ زمونږ معيشت او خارجه پالېسي د كشمير نه تاوېږي او دا جذبه نن هم مخ په وړاند?? بيايو۔ هغه ووئيل د كشمير اولس دې باور وكړي چې ?? نړۍ پنځم لوي طاقت د هغوي په شا ولاړ دے او د هغوي د آزادۍ لپاره به تر آخري وخت هلې ځلې كوي۔ چوهدري فواد ح??ېن ووئيل د 5 اګست اقدام قبلولو په اړه به د هند خوش فهمي ډېره زر ختمه شي