اسلام آباد۔3جولائی (اے پی پی) د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړې شوي جمو او کشمير كښې د سياسي چارو کارپوهان او څېړنكار وايي ، د هند هغه ادعاګانې چې په جمو ايئر فورس سټېشن د ډرون بريدونه په پاکستان کې مېشته تنظيمونو ترسره كړي دي ، بې بنسټه دي او هدف يې د پاکستان بدنامول دي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې سياسي کارپوهانو او څېړنكارو په خپلو مرکو كښې وئيلي چې هند په هغه تنظيمونو د ډرون بريدونو پړه اچوي كوم چې د ډرون چلولو صلاحيت هم نه لري۔ ??غوي ووئيل د آر اېس اېس ملاتړ لرونكې د هندوستان حکومت په ناوړه ډ??ل لشکر طیبه او جیش محمد په جموں ايئربېس ډرون بريدونو كښې ككړ ګرځولو سره هغوي بدناموي۔ سياسي كارپوهانو او څېړنكارو ووئيل جموں كښې په ايئرفورس اسټېشن د ترسره شوي بريد په اړه زياتره ټويټس د را كارمندان كوي۔ ??غوي ووئيل هند د جموں ډرون بريد ??والې سره د خپلې كوتاھۍ او كمزورۍ پټولو له بې بنسټې ډنډورې كوي۔ حقيقت دا دے چې مودي حكومت په داخلي او نړيوالو محاذونو د خپلو ناكامو پټولو له په پاكستان تورونه لګوي۔ ??ودي د هند دفاعي بجټ كښې زياتوالي له د ډرون بريدونو ډنډوره كولو سره د خطرې احساس پېدا كوي۔ ??غوي ووئيل پاكستان ته لاهور چاؤدنه كښې د هند د ككړ كېدو كوټلي ثبوت ترلاسه كېدو نه وروسته مودي د ډرون بريد ?? لارې د دغې نه د پام بلخوا ګرځولو هڅه كوي۔ سياسي كارپوهانو او څېړنګارو ووئيل چې نړيواله ورورولي د اسلام آباد امن اقدامات ستائنه كوي ځكه هند د ډرون بريدونو تور لګولو سره د پاكستان د بدنامولو هڅه كوي۔ ??غوي خبردارې وركړو چې هند په ډرون بريد كښې د پاكستان د ككړې كېدو دعوي كولو سره په كنټر??ل لائن كومه مهم جوئي هم كولې شي۔