اس??ام آباد 02جولائي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني سره پاكستان ك??ې د سعودي سفير نواف بن سعيد المالكيد جمعې په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې ملاقات كړے ۔ په دې موقع چئيرمين محمد صادق سنجراني ووئيل د دواړو وروڼو هېوادونو اړيكې په شريك باور او د مينې په لازواله خپلولۍ تړلې ??وي او په هر فورم ئې د يو بل د موقف عمرله ملاتړ كړے ۔ ده ووئيل سعودي سرمايه کار پاکستان ك??ې د تجارت او سرمايه كارۍ موقعو څخه ګټه پورته كولې شي۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې چارو پشمول د منطقې په مجموعي صورتحال تفصيلي خبرې شوي۔ محمد صادق سنجراني ووئيل د دواړٶ هېوادونو ترمېنځه د اړيكو بنياد په مذهب، تاريخ، كلتور او سماجي مماثلتونو اډانه دے۔ ده ووئيل مونږ د اسلامي نړۍ د قائد په توګه د سعودي د كردار ستائنه كوٶ، د پاکستان اولس او حكومت په زړه ك??ې د خادم الحرمېن الشريفين او د سعودي قيادت بلها احترام دے۔ ده ووئيل پاکستان د سعودي عرب د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا د رامخې ته هر ډول خطرو په ضد سعودي عرب سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔