اسلام آباد 28جون (اے پی پی) دفاعي تجزيه كارو په مقبوضه كشمير كښې تش په نوم د ډرون بريد په اړه وئيلي دي د هند لخوا د پاكستان بدنامولو په هڅو كښې د ناكامۍ نه پس ډرون بريد د يو بل جعلي فلېګ آپرېشن ?? منصوبه بندۍ پلو اشاره كوي، د مزې خب??ه دا ده چې د تش نوم په دې ډرون بريد كښې پوځي اثاثو ته كوم زيان نه دے رسېدلے كوم چې د دې خبرې ث??وت دے چې د فضائي اډې په ح??ود كښې د منصوبه بند پېښې مقصد يوازې د مېډيا تشهير ؤ. كشميري مشرانو د هندي وزيراعظم نرېندر مودي لخوا په دې وروستيو كښې په رابللې شوي ټول ګونديز كنونشن كښې د نوي ډيلي او كشمير ترمېنځه خلا په ډاګه كړې ده او په دې پرده اچولو لپا??ه د ډرون ډرامه شوې . د دې نه علاوه هند د پاكستان او چين ترمېنځه د مستحكمو اړيكو څخه يره لري او اوسنې ډرون حربه هم د دې ا??جنډې برخه ده. دفاعي تجزيه كارو وئيلي دي په خپل دفاعي نظام اربونه ډالره خرڅ كولو سره هم هند پاكستان د جارحيت خوښي په توګه په وړاندې كولو كښې يوه لمحه هم نه ځايه كوي