اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي ح??وم?? مېرمنې٬ ځوانان او خاص كسان اختيار مند او روزګار لرونكې جوړولو لپاره په آسانو ش??ائطو پور او سهولتونه وركولو لپاره زيات فنډز بېل كړے ، د قامي اسمبلۍ غړو پشمول ميډيا او سول سوسائټۍ له په دې لړ كښې شعور بېدارولو او لارښونې لپاره كردار لوبولو ته اړتيا ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د كامياب جوان پروګرام له مخې د پور چېكونو او هنر منده كسانو ته سندونه وركولو دستورې ته وكړه۔ صدر ډاکټر عارف علوي ووئيل د کامياب جوان پروګرام له مخې ځوانان انټرپرينيئور شپ پلو راغب كېږي او دوي ته سهولتونه وركړے كېږي ۔ ده ووئيل حكومت ځوانانو ته د روزګار موقعې وركولو لپاره هر ممكنه اقدامات كوي او دوي له د روزګار موقعې راپېدا كوي۔ صدر ووئيل د تعميرات څانګې بهترۍ سره د ملازمتونو موقعې راپېدا شوي٬ د مزدورانو تنخا زياته كړې شوې ، د موجوده ح??وم?? اقداماتو له امله د ټيکسټائل څانګه كښې د ملازمت موقعې راپېدا شوي۔ ده ووئيل په ماضي كښې په ??ېو??د كښې د ملازمت موقعو نشتوالي په سبب ډاكټر، انجينئرز او ن??ر پروفيشنلز ملازمتونو لپاره بهر ??ېو??دونو ته تللي خو اوس چې كوم ځوانان د مصنوعي ذهانت، کمپيوټر کلوډنګ، نېټ ورکنګ او سائبر سيکورټي پشمول د نورې هائي ټېك ټيکنالوجي تربيه ترلاسه كوي مونږ غواړو چې ھغوي په ??ېو??د كښې كار وكړي خو دوي بهر ??ېو??دونو څخه هم د ??ېو??د په پرمختګ كښې مهم كردار لوبولے شي۔ ده ووئيل په كال 2018 كښې د مصنوعي ذهانت او د کلوډ کمپيوټنګ پحقله خبرې شوې وې چې دا ټېكنالوجي څلورم صنعتي انقلاب دے۔ ډاکټر عارف علوي ووئيل مېرمنو ته فني تربيه وركولو كښې كامياب جوان پروګرام او ن??و ټېك مهم كردار لوبوي۔ ده ووئيل چين اتيا كروړه خلق و غربت نه خلاص كړي ٬ هغوي كوچني او د مېنځنۍ درجې كاروبار ته پاملرنه كړې او د كامياب جوان پروګرام له مخې هم ځوانانو او مېرمنو ته د كوچنۍ او د مېنځنې درجې كاروبار لپاره په آسانو ش??طونو قرض وركړے كېږي ٬ سره به ھغوي نه يوازې د خپل كاروبار مالكان شي بلكې ??ېو??د څخه د غربت خاتمې له به هم مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل مېرمنو او ځوانانو ته حكومت پور وركولو لپاره زيات فنډز مختص كړے خو په دې كښې مېرمنو 5 فيصد هم نه دے اخستے٬ خاص كسانو لپاره بېنكونو سره په آسانو ش??طونو ډېرې پیسې موجود دې خو د خبرتيا نشتوالي له امله دوي د دې نه استفاده نه كوي۔ده ووئېل ح??وم?? شل لكه خاص كسانو ته هره مياشت د دوه زره روپو وركولو منظوري وركړې خو تراوسه دې لپاره درې نيم لكه كسانو رجسټرېشن كړے حالانكه په ??ېو??د كښې د يو كروړ نزدې معذوره كسان موجود دي۔ صدر د اسمبلۍ په غړو زور روارو چې ھغوي په دې لړ كښې په اولس كښې شعور بېدارولو او لارښونې لپاره خپل كردار ولوبوي