په منطقه كښې امن او استحكام لپاره د پاكستان هلې ځلې د ستائنې وړ دي٬ ګريګوري ويلډن مېکس
اسلام آباد 10 جون (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د زيارت په ورځ د امريكې د ايوان نمائندګان ?? خارجه چارو كمېټۍ چيئرمېن ګريګوري ويلډن مېکس سره د وېډيو لنك د لارې تماس نيولے ٬ په دې موقع دواړو مشرانو ترمېنځه په خبرو كښې د پاكستان ??و امريكې ترمېنځه په دوه اړخيزه اړيكو٬ د اسلامو فو??يا زيات شوي رحجان ??و په مهم سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع خارجه وزير ووئيل دواړه هېوادونه د اوږدې مودې دوه اړخيزه اړيكې لري او منطقه كښې د امن پحقله د دواړو هېوادونو سوچ كښې مماثلت هم شته۔ شاه محمود قرېشي ووئيل پاکستان ?? افغانستان پشمول منطقه كښې امن غواړي٬ پاكستان ??پل پام جغرافيائي اقتصادي ترجيحات ته ګرځولے ٬ شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان ??و د منطقې اقتصادي پرمختګ لپاره په افغانستان كښې امن ضروري دے، په منطقه كښې د روابطو ودې لپاره امن بنيادي ضرورت دے۔ ده ووئيل په منطقه كښې امن لپاره د پاكستان ??و امريكې ترمېنځه مر??ته غوره نتيجو لپاره د اهميت وړ ده٬ ده ووئيل د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د هنګامي غونډې په مهال امريكې پارلماني غړو سره رابطې ډېرې ګټورې وې۔ شاه محمود قرېشي ووئيل ما دوي د مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو پحقله د پاكستان ?? موقف نه خبر كړي۔ خارجه وزير د امريكې د ايوان نمائندګان ?? خارجه چارو كمېټۍ چيئرمېن ګريګوري ويلډن مېکس په ګرده نړۍ كښې د اسلامو فو??يا په زيات شوي رجحان ?? پاكستان ?? تشويش نه خبر كړو۔ ده ووئيل پاكستان ?? ملګرو ملتونو پشمول په بېلا بېلو نړيوالو فورمونو د نفرت آميز بيانيې او د اسلاموفو??يا د زيات شوي رحجان په ضد پرله پسې غږ پورته كوي٬ د اسلاموفو??يا مخ نيو او امن د ټژلو ښېګړې لپاره به نړيوالې ورورولۍ له مشتركه اقدامات كول وي٬ د امريكې د ايوان نمائندګان ?? خارجه چارو كمېټۍ چيئرمېن ګريګوري ويلډن مېکس ووئيل پاكستان ?? منطقې مهم هېواد دے ٬ په منطقه كښې امن او استحكام لپاره د پاكستان هلې ځلې د ستائنې وړ دي ۔ د امريكې د ايوان نمائندګان ?? خارجه چارو كمېټۍ چيئرمېن ګريګوري ويلډن مېکس په كاناډا كښې د پاكستانۍ نژاد كورنۍ سره په رامخې ته المناك پېښه او د څلورو بې ګناه وګړو په شهادت خارجه وزير سره د افسوس څرګندونه وكړه