اسلام آباد 31 مئي (اے پي پي) د منصوبه بندې، پرمختګ، اصلاحاتو او خاص اقداماتو وفاقي وزير او د نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سنټر مشر اسد عمر وئيلي دي ??ې د رمضان په وروستې عشره كښې ?? كورونا خپرېدل كم شوي، تر دسمب?? كال 2021م 7 كروړه خلقو ته د واكسين لګولو هدف لرو، د 70 لكو نه زيات وېكسي نېشن شوے، په سندھ كښې كورونا زياته خپرېږي. ده دا خبرې د ګل په ورځ مېډيا ته د بريفنګ وركولو په مهال وكړې. ده ??وئ??ل چې د الله شكر دے چې د هند په شان صورتحال سره مخ نه شو. ده ??وئ??ل چې د كورونا د واكسين لګولو مركزونه زياتوو، 20 لكه ښوونكو ته به د جون تر 10مه نېټه واكسين ولګول شي. ده ??وئ??ل چې په جون كښې ??ه د يو كروړ نه زيات واكسين راشي. ده ??وئ??ل چې په جون او جولائي كښې ??ه په پاكستان كښې ??وه كروړه واكسين موجود وي. ده ??وئ??ل چې د كورونا شرح د 10 فيصد نه 4 فيصد ته راغلې. ده ??وئ??ل چې صدر مملكت به روانه اونې علما كرامو سره ملاقات كوي. د علما كرامو د لارې به خلقو ته د واكسين لګولو وئيلې شي