اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي) د تعليم د بين الصوبائي وزيرانو د كمېټۍ 29مه غونډه د ګل په ورځ د وفاقي وزير شفقت محمود په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د صوبائي وزيرانو پشمول د ??زا?? کشمير او ګلګت بلتستان او متعلقه سېكرتريز ګډون كولو٬ د اېچ اي سي ايګزيکټو ډائريکټرې ډاکټر شائسته، د ايف جي اي آئي کېنټ اينډ ګيريژن ډي جي مېجر جنرل اصغر او د آئي بي سي سي سېكرټري هم په غونډه كښې موجود وو۔ دغسې د فېډرل بورډ چيئرمېن قېصر عالم او د پېرا چيئرپرسن ضيا بتول هم په غونډه كښې ګډون وكړو۔ د تعليم بين الصوبائي وزيرانو ګرد هېواد كښې د امنحانات كولو لپاره د هر ممكنه آپشنز تفصيلي جاج واخست او پرېكړه ئې وكړه چې د شلم جون نه پس به ??متحانونه پېل كولې شي، خو د نېټي اعلان به ??وبه پخپله كوي٬ د اوړي رخصتۍ پحقله وزيرانو پرېكړه وكړه چې دا ځل رخصتۍ به محدود وي۔ د بين الصوبائي وزيرانو د تعليم كمېټۍ چيئرمېن شفقت محمود د ټولو صوبو استاذانو٬ نګران عملې او نور انتظامي سټاف ته په وخت د واكسينېشن په باوري كولو زور رواړو دغسې چې چا سره د واكسينېشن سند ن?? وي ھغه به ??نوېجي لېشن لپاره نه رابللے كېږي۔ د شريكې ګټې كونسل د پرېكړ?? په رڼا ??ښې اېن سي اېچ ډي او بېكس سټاف د جون 30مې نيټې نه پس صوبو ته د منتقل كول?? په معامله هم كمېټۍ د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د كمېتۍ چيئرمېن شفقت محمود ووئيل په دې لړ كښې دې صوبې ډېر زر اعلاميه جاري كري٬ په غونده كښې د تعليم د بېن الصوبائي وزيران?? په كمېټۍ كښې د نېشنل اېجوکيشن اسيسمنټ فريم ورك هم صوبو سره شېئر كړے شو او د دې اصولي منظوري وركړې شوه