اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي) د خزانې او محصولات وفاقي وزير شوكت ترين وئيلي دي د كووېډ 19 دريمه چپه سخته ده، اقتصادي بحالې لپاره پاكستان ته د پرمختيائي شراكت دارو د مرستې ضرورت دے، د پاكستان معيشت د بحالې ابتدائي اشاريې رامخې ته شوي، د هېواد د لويو صنعتونو په پېداوار كښې ځانګړې اضافه شوې خو د بحالې عمل تسلسل ??ره روان ساتل د بهرنې مرستې نه بغېر ممكن نه دے. ده دا خبرې د ملګرو ملتونو د اېشيا بحرالكاهل د اقتصادي او سماجي كميشن ﴿يونيس كېپ﴾ 77مې غونډې ته په خپله ورچوئل وېنا كښې وكړې. د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين د غونډې ګډون كوونكي د كووېډ 19 له امله د پاكستان د چېلنجونو نه خبر كړل. ده و??ئيل د خراب اقتصادي صورتحال او په ادائيګو كښې د توازن بحران څخه وتلو لپاره پاكستان په كال 2018م كښې آئي اېم اېف ??ره د پروګرام آپشن لرلو . د آئي اېم اېف پروګرام په وړومبې جائزه كښې پاكستان ټول نكات په كاميابې ??ره تر??ره كړي ،خو له بده مرغه د كووېډ جړقونو تر ډېره حده اقتصادي كمے راپېدا كړو. د جزوي لاك ډاٶن په نتيجه كښې خلق بې روزګاره شول، په سپلائي چېن كښې تعطل راغلو او اقتصادي چارې هم محدود شوې. ده و??ئېل په پاكستاني معيشت د كووېډ اقتصادي اغېز كمولو او د كاروبار او انساني ژوند تحفظ لپاره حكومت د هېواد د تاريخ تر ټولو لوي پېكج اعلان كړے ، اېس اېم ايز لپاره د مراعات اعلان شوے ، د تعميرات او اړوندو څانګو ته اسانيې وركړې شوې چې دغسې په دې سخت وخت كښې د پرمختګ عمل روان وساتلے شي.ده و??ئېل د احساس پروګرام له مخې يو كروړ 60 لكه كورنيو ??ره نېغ په نېغه مرسته شوې. د خزانې وزير ووئيل په دې وخت كښې آئي اېم اېف ??ره د پاكستان پروګرام بحال شوے. ده و??ئيل د كووېډ 19 دريمه چپه مشكله ده او اقتصادي بحالې لپاره پاكستان ته د پرمختيائي شراكت دارو د مرستې ضرورت دے