اسلام آباد۔29مارچ (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د بنو په جاني خېل كښې د څلورو ځوانانو د وژل كېدو پېښې بشپړه رپورټ غو??تلے دے او په دې حقله په شويو لوظنامو ئې د عملدرآمد هم هدايت كړے دے۔ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د قامي اسمبلۍ غړې زاهد دراني د اعتراض په نكته ووئيل زما په حلقه كښې د 4 ځوانانو د وژل كېدو د افسوس وړ پېښه رامخې ته شوه۔ په دې پېښه كښې ككړ كسان دې خ??ل انجام سره مخ كړې شي۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر د وزيراعظم د احتساب او داخله چارو صلاحكار بېرسټر شهزاد اكبر ته په د?? اړه د ايوان د خبرولو ووئيل۔ بېرسټر شھزاد اکبر ایوان ته ووئيل چې په دې معامله دې صوبائي حكومت سره رابطه وكړې شي۔ د صوبائي حكومت په د?? اړه يو لوظنامه شوې ده۔ پوره رپورټ به ډېر زر ايوان ته وړاندې كړې شي۔ په دې د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د داسې معاملې مخنيوي له بايد ګامونه پورته كړې دي۔ اوس صرف عمل كول پكار دي۔ په ل??ظنامه دې عملدرآمد باوري كړې شي۔ هغه ووئيل د غمجنيو كورنيو په غم كښې شريك يؤ۔ په دې پېښه كښې ككړ كسان دې خ??ل انجام سره مخ كړې شي او دوئي سره دې كوم رعات ونكړې شي۔ بېرسټر شهزاد اكبر دې په ذاتي توګه د دې معاملې نګراني وكړي۔