اسلام آباد 12مارچ (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سينيټر شبلي فراز وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان د اعتماد ووټ اغستونه پس د سېنېټ چيئرمېن په ټاكنه كښې لويه كاميابي ترلاسه شوې، د صادق سنجراني كاميابۍ د پي ډي اېم سياست عمر له ختم كړے، عمران خان هېواد مخ په وړاندې بوتلل غواړي او اپوزيشن د كرپشن، لوټ مار او ذاتي جائيدادونو ايجنډا مخ په وړاندي بوځي، ??ن د ټاكنو څخه دا ثابت شوه چې مسلم ليګ (ن) د پيپلز پارټۍ سره دهوكه وكړه، پاكستان تحريك انصاف د اتحادي ګوندونو په مرسته د قانوني، اخلاقي او جمهوري لارې په خپلولو د سېنېټ چيئرمېن ټاكنه كښې كاميابي ترلاسه كړې، پي ډي اېم په هر ځاے د پارليمنټ څخه هم مسترد شوے۔ ده د جمعې په ورځ د پارلمان په خوا كښې م??ډيا سره خبري كولي۔ وفاقي وزير سينيټر شبلي فراز ووئيل هېواد كښې د قانون حكمرانۍ لپاره وزيراعظم عمران خان لا قوي كولو له به مونږ له وړاندي څخه زياته خواري كول وي ځكه چې هېواد دا مهال په شا د تللو متحمل كيدے نشي۔ده ووئيل د پي ډي اېم سياست د پاكستان اولس لپاره نه بلكه ذاتي ګټې لپاره دے كوم چې د لانګ مارچ څخه پيل شوے، د استع??اګ??نو خبره شوې خو په عملي توګه څه نه دي شوي ٬ اوس بيا د لانګ مارچ او استع??اګ??نو خبره كوي۔ده ووئيل دا حقيقت دے چې د پاكستان اول?? كرپشن له تحفظ وركولو له نه بلكه كرپشن مخنيوي لپاره راو ته راوځي ۔ده ووئيل د نن سبق څخه د پي ډي اېم سياست ختم شوے ٬ په دې د پاكستان اولس له مباركي وركوم۔ده ووئيل عمران خان يو بهادر ، رښتونے لارښود دے، هغه به هېواد او قام د پرمختګ پلو بوځي۔ په دې م??قع سينيټر فيصل جاويد ووئيل د شب معراج په موقع د ټول قام په دعاګانو نن وزيراعظم عمران خان او صادق سنجراني كامياب شوي ، نن ګټه د حق او رښتيا ده او كرپشن ماتې خوړلې د كوم مقابله چې وزيراعظم عمران خان كوي۔ ده ووئيل اپوزيشن دې خپله ماتې اومني، ??ن د اپوزيشن كوم هم چال نه دې چليدلے ځكه چې پاكستان بدل شوے۔ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې به ډير زر اليكټرانك ووټنګ پلو لاړ شوو۔ د دي نظام نه پس به ماتي سره مخ كېدونكې د زړه ??ه خپله ماتې قبلوي او كامياب شوي به په خپله كاميابۍ وياړ لري