ساهيوال 29 جنوري(اے پي پي) وزيرِ اعظم عمران خان په ساهيوال كښې د صحت، د څښلو پاكو اوبو او د نورو پرمختيائي ??نص??بو د بنياد تيګه كېښودې ده ۔ د جمعې په ورځ د وزيراعطم ميډيا آفس لخوا د جاري بيان له مخې وزيرِ اعظم په ډسټرکټ هيډ کوارټر روغتون كښې د نړيوال معيار د كارډيالوجي او كارډېك سرجري بلاك د بنياد تيګه هم كېښوده چې ورسره به ځائي خلقو ته د نړيوال معيار درملنې سهولت ترلاسه شي٬ د دې نه علاوه وزيراعظم عمران خان د سالډ وي??ټ سېګرېګ??شن?? ټريټمنټ اينډ ډسپوزل ??نص??بې پرانسته هم وكړه ٬ دې ??نص??بې له مخئ به خزله راجمع كولو او په بېلا بېلو درجو تقسمېدولو سره په غوره ډول تلف كېدې شي٬ دې سره سره وزيراعظم په ساهيوال كښې د سالډ وي??ټ منيجمنټ اکيډمۍ د بنياد تيګه هم كېښوده ۔ وزيراعظم په پاکپتن كښې د بابا فريد الدين ګنج شکر دربار سره نزدې د لنګر خانه “سرائے قطب” هم پرانسته وكړه۔ په دې موقع وزيراعطم په ساهيوال كښې د پنجاب انټرميډيټ سټيز امپروومنټ انويسټمنټ پروګرام له مخې د څښلو پاكو اوبو، سېوريج او ماحول سمولو او پاركس جوړولو لپاره د اتلس كروړه ماليت ??نص??بو د بنياد تيګه هم كېښوده۔ د يادونې وړ ده د څښلو اوبو وركولو٬ د سېورېج او د ماحولياتي درستګۍ دا ??نص??به به ساهيوال كښې راتلونكو 25 كالو لپاره ضرورتورنه د ترسره كولو صلاحيت لري