مظفر آباد۔23جنوری(اے پی پی) د پاسبان حریت جموں وکشمیر چیئرمین عزی?? احمد غزالی وئيلي دي هند د جعلي او تش د نامې جمهوريت په پرده مقبوضه كشمير كښې د كشميري اولس نسل ختموي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې عزې?? احمد غزالي مظفر آباد كښې ج??ري كړي خپل يو بيان كښې ووئيل چې نړ?? بايد په دې پوهه شي چې هن?? جمهوري نه بلكې يو وحشي هېواد دے كوم چې د سېكولر او جمهوري رياست په پرده كښې د 9 لكه ترهګر ځواك د لارې په جمو و كشمير قبضه كړې ده۔ هغه ووئيل هندي پوځ كشميري ځوانان په جعلي مقابلو كښې شهيد كوي او د هغوي مړي د هغوي كورنيو ته نه سپاري۔ هغه په په ګرد هېواد كښې د بشري حقونو په سختو خلاف ورزيو اندېښنه ښكاره كولو سره ووئيل په كروړونو هندي مسلمانان ٬ دلت او نور اقليتيونه ټولو انساني ٬ معاشرتي ٬ او مذهبي حقونو نه محروم دي