اسلام آباد20 جنوري(اے پي پي) خارجه ??زي?? مخدوم شاه محمود قرېشي سره په پاكستان كښې د متحده عرب امارات (يو اے اي) سفير حمد عبيد الزاعابي د شورو په ورځ په خارجه وزارت كښي ليدلي۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو٬ په بېلا بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع خارجه ??زي?? ووئيل پاکستان او متحده عرب امارات پخوانۍ اړيكې لري٬ د دې ژورو دوه اړخيزه اړيكو بنياد په مذهبي، كلتوري اقدارو او د اولس په كچه په روابطو ولاړ دے۔ مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل د يو اے اي قيادت عمرله په سخت وخت كښې د پاكستان ملګرتيا كړې٬ نزدې 16 لكه پاكستانيان په يو اے اي كښئ مېشته دي۔ خارجه ??زي?? صحت، تعليم ،توان او انفراسټرکچر ډويلپمنټ په څانګو كښې د يو اے اي د معاونت ستائنه وكړه ۔ خارجه ??زي?? تېر كال د يو اے اي خپلې دورې او ځائي مشرانو سره د خپلو ملاقاتونو په حقله ووئيل د لوړې كچې دوه اړخيزه وزټس سره به دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو له مرسته ترلاسه شي۔ خارجه ??زي?? كال 2021 كښې په دبئۍ كښې په كېدونكې “اېکسپو” كښې په 3500 مربع ميټر مشتمل د “پاکستاني پوېلين” په اړھ په معاونت كولو د متحده عرب امارات د قيادت مننه وكړه۔ د امارات سفير د خارجه ??زي?? مننه وكړه او د پاكستان او يو اے اي ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو ودې لپاره ئې خوښي ښكاره كړه۔