اسلام آباد۔29 دسمبر(اے پی پی) د وزیراعظم د پارليماني چارو صلاكار ډاكټر بابر اعوان وئيلي دي اپوزيشن سره چې كومه هم خبره وي پارليمان كښې به كېږي۔ د پي ډي اېم ايجنډا نن ختمه شوه۔ حکومت په نېب او کرپشن کېسونو كومه خبره نه كوي۔ ??ریم نواز لاړکانې ته د بېنظير بھټو تلين په مهال تللې وه ولې څه ئې ترلاسه نه كړل۔ د مریم نواز په بللو پيپلز پارټۍ ته په سندھ دننه په اولني ځل سياسي زيان ورسېد۔ د پيپلز پارټۍ پرېكړې بلاول نه آصف زرداري كوي۔ د دې خي??لا??و څرګندونه هغه د نهې په ورځ د نجي ټي وي چېنل يو پروګرام كښې وكړه۔ هغه ووئيل پی ډی اېم د حكومت له مينځه وړولو له جوړ شوے ؤ ولې خپله له مينځه تللے۔ هغه ووئيل ا??تعفی وركول د كوم هم پارليماني غړي آئيني حق دے۔ هغه ووئيل د حكومت لېږلو دوه لارې دي۔ ??و د عدم اعتماد تحريك دے او بله اسمبليو څخه استعفی وركول دي۔ ??لې دا دواړه كارونه به نه كېږي۔ ??غه ووئيل مولانا شیرانی جمعیت علماﺀ اسلام پاکستان جے یو آئی (ف) نه جلا كړے۔ شهباز شریف مریم نواز نه خفه دے۔ هغه ووئيل سېنېټ ټاكنې د الېكش اېكټ ترسېوري لاندې كېږي۔ د فر??رۍ 10 مې نټې نه تر د مارچ 10 مې نېټې سېنېټ ټاكنې كېدې شي۔ د هارس ټرېډنګ لاره نيولو له وزیراعظم عمران خان د سېنېټ ټاكنې د شو آف هېنډز د لارې د كولو وړاندېز وركړے