اسلام آباد 29 دسمبر(اے پي پي) صدر مملکت ډا??ټر عارف علوي وئيلي دي د انساني ترقۍ لپاره قامي کمېشن دې په هېواد كښې د عالمګير پرائمري تعليم ودې لپاره كار وكړي او د سكولونو نه بهر كوچنيانو لپاره رسمي او غېر رسمي تعليم ته دې پام لرنه وكړې شي ۔ صدر ډا??ټر عارف علوي دا خبره د انساني ترقۍ لپاره د قامي کمېشن چيئرمېن ډا??ټر امير الله مروت سره كړي چا چې صدر ته د ك??ركردګۍ كلن رپورټ وړاندې كولو۔ په د?? موقع د انساني ترقۍ لپاره د قامي كمېشن چيئرمن صدر ته په بشري پرمختګ زياتېدو او د پرائمري تعليم په وده كښې د كمېشن د صوبو سره په روانو منصوبو او كردار بريفنګ وركړٶ۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول کمېشن په اسلام آباد?? آزاد جمو و کشمير، ګلګت بلتستان او پخوانۍ فاټا كښې په سلو مدرسو كښې ابتدائي تعليم معرفي كړے ٬ په خواندګي او سماجي پرمختګ كښې ئې د يو لك 89 زره استاذانو/ سپروائزانو تربيه كړې ٬ د پاكستان په لرې پرتو سيمو كښې د 15 زره استاذانو سره 10 زره 937 فيډر سكولونه جوړه كړې شوي۔ په د?? موقع خپلو خبرو كښې صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل انساني ترقۍ لپاره قامي کمېشن دې په هېواد كښې د عالمګير پرائمري تعليم ودې لپاره كار وكړي او د سكول نه بهر كوچنيانو لپاره دې رسمي او غېر رسمي تعليم ته پام لرنه وكړې شي ۔په دې مهال صدر د غربت خاتمې او د استاذانو/ سپروائزرانو د ك??ر استعداد زياتولو په اړه د كمېشن د هلو ځلو ستائنه وكړه۔