اسلام آباد۔19دسمبر(اے پی پی) ه??دي ناظم الامور خارجه دفتر ته روابللې شو او هغه ته هند او پاكستان كښې د ملګرو ملتونو د ملتري آبزرور ګروپ (یو اېن اېم او جی آئی پی) مبصرينو ګاډي په قصد سره د نخښه كولو په پېښه سخت احتجاج ريكارډ كړے شو۔ د ملګرو ملتونو مبصرين تېره ورځ د اېل او سي چيريكوټ سېكټر كښې د هند لخوا د جنګ بندۍ خلاف ورزيو ځپليو سره ملاقات كولو له د آزاد كشمير پولس كلي ته روان وو۔ د خوش قمستۍ خبره ده چې په ګاډي كښې ناستو مبصرينو كښې يو ته هم زيان نه دے رسېدلے او پاك پوځ دوئي حفاظت سره راولاكوټ ته رسولې دي۔ ??يا??م ددوئي ګاډي ته زيان ورسېد۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر وياند ووئيل چې د ملګرو ملتونو ګاډې قصد سره په نخښه كولو سره هند د سل??مت?? كونسل د قرادادونو او د ملګرو ملتونو د چارټر ترسېوري لاندې ذمه واريو سخته خلاف ورزي كړې ده په كومو كښې چې د ملګرو ملتونو د پوځي مبصرينو د تحفظ او حفاظت باوري كولو ذمه واري هم ش??مل?? ده۔ وياند ووئيل داسې ښكاري لكه د مبصرينو په كار كښې خنډ راولاړولو له دا د هند يو نوے چال دے۔ ه??دي ناظم الامور ته ووئيلې شؤ چې د هند دا اوسنۍ كارروائي د مروجه نړيوالو اصولو ??كاره خلاف ورزي او د ملګرو ملتونو چارټر كښې د درج كړې شويو اصولو منافي ده۔ په هند زور راوړلے شو چې هغه دې د نړيوالو قانونونو خلاف ورزيوو نه ډډه وكړي۔ د هند او پاكستان ترمينځھ د كال 2003 جنګ بندۍ لوظنامې احترام وكړي او يو اېن فوځي مبصرينو ته د ملګرو ملتونو د سل??مت?? كونسل له مخې د خپلو فرائضو ترسره كولو اجازه وركړي