د سائنس او ټېكن??لو??ي وفاقي و??ير چوهدري فواد حسېن ټي وي چېنل سره مركه
اسلام آباد۔30 نومبر(اے پی پی) د سائنس او ټېكن??لو??ي وفاقی وزیر چوهدري فواد حسېن وئيلي دي مریم نواز او بلاول بھټو خپل پلاران كرپشن او د مني لانډرنګ كېسونو نه بچ كولو لپاره د ح??وم?? مخالف تحريك چلوي۔ د بدعنوانه عناصرو په ضد د بې پرې احتساب عمل به دوامدار وي او ح??وم?? به په دې كومه سودا نه كوي۔ د ګل په و??ځ نجي ټوي چېنل سره مركه كښې هغه ووئيل د نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر (اېن سی او سی) لخوا د جاري كړي ??ېس او پيز د خلاف ورزۍ له كبله هېواد كښې د كورونا كېسونه پرله پسې زياتېږي۔ اپوزيشن ګوندونه خپلو جلسو كښې په ??ېس او پيز عملدرآمد نه كوي كومه چې د خطرې خبره ده۔ چوهدري فواد حسېن په مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټۍ ټكونه كولو سره ووئيل دا خلق د خپلې ذاتي ګټې لپاره د اولس ژوند سره لوبې كوي۔ د سندھ ح??وم?? د دوه مخيزې معيار په اړه وفاقي و??ير ووئيل د سندھ وزيراعلی مراد علي شاه د اېن سي او سي غونډې برخه ؤ ولې هغه پخپله د ??ېس او پيز پرواه نه كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي و??ير ووئيل د پاكستان ډېموكرېټك موومنټ نمائندګان هېواد كښې د كورونا وائرس خپرېدو ذمه وار دي۔