اسلام آباد۔14نومبر(اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې پاكستان كښ?? د هند د ترهګرۍ كارروائيو سرپرستۍ كولو د نه رد كېدو وړ ثبوتونه شتون لري۔ هند په رياستي ترهګرۍ كښ?? نېغ په نېغه ككړ او دې ته هوا وركوي۔ هند د پاكستان غېر مستحكم كولو منصوبه جوړه كړې ده چې په اړه ئې پرله پسې نړيواله ورورولي خبر س??تل?? شي۔ د هند د رياستي ترهګرۍ په اړه نور غلې پاتې كېدل د پاكستان پ?? ګټه دي او نه د سوئيلي آسيا په ګټه۔ په سوئيلي آسيا كښ?? امن پ?? ځائې كولو له د پاكستان كردار هند هضمولے نه شي۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي د خالي په ورځ د آئي اېس پي آر ډي جي مېجر جنرل بابر افتخار سره په ګډه خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ په دې موقعه پاكستان كښ?? د ترهګرۍ كاروائيو كښ?? د هندي ادارو د ككړ كېدو ٬ د كالعدم تن??يم??نو مالي مرستې ٬ د كالعدم تن??يم??نو كارمندانو ته د تربيې او وسلې وركولو ٬ د هېواد بېلو سيمو كښ?? د هدفونو په ګوته كول?? او د رقم لېږلو ثبوتونه وړاندې كړې شول۔ دې سره سره خبري كنفرنس كښ?? د ترهګر?? او هندي خفيه ايجنسيو چارواكو د خبرو ريكارډنګ او وېډيوز هم ميډيا سره شيئر كړې شوې۔ خارجه وزير په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې د هند د رياستي ترهګرۍ ٬ د نړيوالو قانونو ښكاره خلاف ورزيو په ضد دې ګامونه پورته كړې شي۔ خارجه وزير ووئيل د 9/11 نه وروسته نړۍ وكتل چې پاكستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښ?? د اولني صف كردار ترسره كوي چې اعتراف ئې كېږي۔ هغه ووئيل پاكستانيانو 19130 ترهګر بريدونه وزغمل او ددې مقابله ئې وكړه چې په نتيجه كښ?? ئې 83 زره كسان ژوبل او 32 زره شهيد شول۔ كه د مالي زيان جاج واخستے شي نو پاكستان د 126 ارب ډالر زيان سره مخ شو۔ خارجه وزير ووئيل د تېرو څلورو مياشتو په مهال د هند د ترهګرۍ د ملاتړ كولو مثالونه موجود دي او تازه مثال ئې د پېښور او كوئټې اوسني بريدونه دي كوم چې د هند د عزائم عكاسي كوي۔ هغه ووئيل د روان كال اګست مياشت كښ?? ټي ټي ټي پي ٬ بي اېل اے ٬ بي اېل اېف او اېچ يو اے په شمول د نورو تن??يم??نو يو ځائې كولو سره د دوئي كنسورشيم جوړ كړې شو كوم چې د هندي منصوبې برخه ده۔ خارجه وزير هندي عزائم په ډاګه كولو سره ووئيل هند د پاكستان امن پېشرفت كښ?? خنډان ودرول غواړي او آزاد جموں و کشمیر ، ګلګت بلتستان ، فاټا او بلوچستان كښ?? قومي پرستۍ ته هوا وركولې شي دغسې چې پاكستان مستحكم نه شي۔ ددې تازه مثال د اېف اے ټي اوسنۍ غونډه ده۔ خارجه وزير ووئيل د تېرو درې كلونو په مهال هند ترهګر تن??يم??نو ته 22 اربه روپۍ وركړې ولې چې هغه سي پېك له مينځه وړل غواړي۔ خارجه وزير ووئيل هند د خپل وزيراعظم په مشرۍ كښ?? په 700 وګړو مشتمل خصوصي سېل جوړ كړې چې ښكاره مقصد ئې د سي پېك په ضد كارروائۍ كول دي۔ دې ته 80 اربه روپۍ وركړې شوي دي۔ خارجه وزير ووئيل هند آزاد کشمیر او ګلګت بلتستان كښ?? اړې ګړې رامخې ته كول غواړي۔ سبا جي بي كښ?? ټاكنې دي او د قوم پرستو د لارې هند قوميت ته د هو وركولو هڅه كولې شي۔ خارجه وزير په نړيواله ورورولۍ په ډاګه كړه چې هند د نړيوال كنوېنشنز خلاف ورزي كوي چې په ضد ئې ګامونه پورته كولو ته اړتيا ده۔ په دې مهال خپلو خبرو كښ?? د آئي اېس پي آر ډي جي مجېر جنرل افتخار ووئيل مونږ ډېر زيات ثبوتونه لرؤ د هغې نه ځينې تاسو ته وړاندې كوم۔ هغه ووئيل هند پاكستان كښ?? د ترهګر تن??يم??نو ختمېدو نه وروستو د دغې تن??يم??نو مرسته كوؤنكے جوړ شو۔ د پاكستان عدم استحكام لپاره هند ترھګرو ته پېسې ٬ تربيه او وسله وركوي۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان كښ?? رامخې ته شوې اوسنۍ پېښې ددې ګواه دي۔ هغه ووئيل هند د ټی ټی پی ، جماعت الاحرار ، حزب الاحرار ، بی آر اے ، بی اېل اے او بی اېل اېف کنسورشیم جوړ كړې دې۔ هغه ووئيل په كال 2018ء كښ?? په دې اړه هندي افسر کرنل راجیش افغانستان كښ?? هندي سفارت كښ?? ترهګرو سره 4 ملاقاتونه كړې دي او د پاكستان پ?? لويو ښارونو كښ?? ئې د ترهګرۍ د كارروائيو منصوبه بندي وكړه۔ هغه ووئيل هندي ايجنسۍ آئي اېس آئي سره د اړيكو په اړه پراپېګنډې كوي۔ هغه ووئيل هندي تن??يم??نو داعش كمانډر عبد الرحيم المعروف عبد الرحمان مسلم ته حواله خپل سړي كړل۔ د هند د ترهګرۍ مرستې ثبوتونه موجود دي۔ مېجر جنرل بابر افتخار ووئيل د ترهګرۍ فنډنګ لپاره هندي سفارتخانې د سپانسرشپ مركزونه دي۔ هغه ووئيل د هند د پنجاب بېنك د لارې د 28زره ډالر?? او افغانستان كښ?? د 55 زره ډالرو ټرانزېكشن شوے دے۔ هغه ووئيل هندي سفارتكارو د ټي ټي پي لارښودو ته د 8 لكه نه زياتې ډالرې وركړې دي۔ بلوچستان كښ?? كارروائۍ لپاره هند د 700 كسانو مليشيا جوړه كړه كومې لپاره چې 16 ملينه ډالرې اېښودلې شوې دي۔ هند سفارت قوم پرستو ته د بشري مرستې ترسېوري لاندې رقوم وركوي او د 23.35 ملین ډالر ټرانزېكشن شوے دے۔ بلوچستان كښ?? د امن وضعه خرابولو له 5 ملينه ډالر وركړې شوي دي۔ دې سره سره كنفرنس كښ?? ډي جي آئي اېس پي آر د هندي ايجنسيو لخوا پاكستان كښ?? د ترهګرۍ مالي مرستې په لړ كښ?? د بېنكنګ ټرانزېكشنز ثبوتونه هم وړاندې كړل۔ هغه ووئيل تېره ورځ هند په اېل او سي بريد وكړ?? او هند پرله پسې بې ګناه وګړي په نښه كوي۔ هند خپلې ناكامۍ پټولو له په اېل او سي ډزې كوي۔ هغه ووئيل د هند د پرونو ډزو په ځواب كښ?? د هند لوئې مالي او ځاني زيان شوے دے۔ په دې موقعه خارجه وزير او د آيي اېس پي آر ډي جي مېجر جنرل بابر افتخار په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې د هند ترهګرۍ مرستې او د رياستي ترهګرۍ ګامونو په ضد دې كارروائي وكړې شي۔ هغوي ووئيل پاكستان ټول ثبوتونه ملګرو ملتونو ٬ او آئي سي ٬ پي فائي?? او نورو هېوادونو ته وركوي دغسې چې منطقه كښ?? عدم استحكام لپاره د هندي رياستي ترهګرۍ مخنيوې وكړې شي۔