اسلام آباد 07 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان او اروپائي ائتلاف د تجارت، سرمايه کارۍ، تعليم او د سائنس او ټيکنالوجۍ پشمول په ګڼ اړخيزه توګه مرسته لا مستحكم كولو ته اتفاق كړے٬ دا صلاح د پاکستان او اروپائي ائتلاف ترمېنځه د سياسي ډائېلاګ د شپږم پړاٶ په مهال راغلې ۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخئ په مذاكراتو كښې خارجه سېكرټري سهېل محمود د پاکستان او د اروپاﺀ د اېكسټرنل اېكشن سروس دوهم عمومي سېكرټري اينريك مورا د اروپائي پلاوي مشري كوله۔ په غونډه كښې د پاك اروپائي ائتلاف په دوه اړخيزه چارو او په سيمه ايزو او د نړيوالو معاملو پشمول په بېلا بېلو چارو بحث وشو۔ خارجه سېكرټري ووئيل پاكستان د مهم نړيوال شراكت دار په حېث اروپائي ائتلاف ته زيات اهميت وركوي او د دواړو ډلو ترمېنځه سياسي او په اقتصادي څانګه كښې مثبت پېشرفت روان دے ?? ده دا خوښي څرګنده كړه چې پاكستان اروپائي ائتلاف سره موجوده مرسته په خاص توګه تجارت،سرمايه کاري او د تعليم پشمول نورو څانګو كښې مرسته لا مستحكمولو له خوښي لري?? ده ووئيل پاکستان د جي اېس پي پلس سکيم پحقله په 27 يو اېن كنونشنز عملدرآمد لپاره عزم لري۔ سهيل محمود د ترهګرۍ او په غېر قانوني توګه د اميګرېشن مخنيوي له د پاكستان كردار رامخې ته كړو اوقانوني اميګرېشن لپاره د نوې چينلز پرانستلو ئې غوښتنه وكړه۔ د ډلو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكې د لا مستحكم كولو په غرض ( د خارجه وزيرانو) په كچه د ستراتيژك ډائيلاګ او د مشرانو په كچه د روابطو په اهميت هم وزر رواړلے شو ۔ ?? ده هيله څرګنده كړه چې پاکستان او اروپائي ائتلاف په بيلا بيلو څانګو كښې تجارت زياتولو لپاره په ګډه كار كولې شي۔ خارجه سيكرټري افغان امن عمل كښې د پاكستان مثبت كردار رامخې ته كولو سره په دې ??بر زور رواړو چې د امريكې او طالبانو امن لوظنامې يو تاريخي موقع رامخې ته كړې او ټول افغان شراكتدارو له د يو جامع ٬ وسيع البنياد او كوټلې سياسي تصفيې لپاره انټرا افغان مذاکراتو څخه ګټه پورته كول پكار دي۔ خارجه سيكرټري د اروپائي ائتلاف د هند غير قانونى مقبوضه جمو و كشمير كښې د بشر?? ح??ونو په تندۍ سره د خرابيدونكي صورتحال نه خبرولو كِښې ووئيل هندي اقداماتو سره په منطقه كښې امن او استحكام ته سختې خطرې رامخې ته دي۔ خارجه سيكرټري په نړيواله كچه په اسلامو فوبيا كښې د زياتي معامله رامخې ته كولو سره هيله څرګنده كړه چې د رائيو د څرګندونې آزادۍ سره به ذمه واري باوري كولو لپاره اقدامات كولې شي