اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره د افغانستان موده ترسره كوونكي سفير شاكرالله عاطف مشال د زيارت په ورځ ملاقات كړے. د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو، په منطقه كښې د امن او امان په صورتحال او د شريكې خوښې په نورو چارو خبرې وشوې. په دې موقع د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د افغانست??ن او پاكستان ترمې??ځه د اړيكو په وده كښې د افغان سفير كردار د ستائنې وړ دے. ده ووئيل پاكست??ن او افغانستان د مذهب، ورورولې، كلتور او د ګاونډيتوب قوي اړيكې لري، د پولې په دواړو خوا اولس يو بل سره د مينې او احترام رشته لري. ده ووئيل چپاكستان يو سوله ايز، مستحكم او خوشحال افغانستان ليدل غواړي او دا منطقې لپاره ضروري دے. اسد قېصر ووئيل پاكست??ن او افغانستان يو بل سره د مذهب، كلتور او تاريخ په قوي رشتو تړلي دي، د پاكست??ن او افغانستان ترمې??ځه پارلماني مرسته او په تجارتي څانګو كښې مرسته به د پولې دواړو خواو ته د پرمختګ او خوشحالې په وده كښې مرسته كوونكې وګرځي. د قومي اسمبلۍ سپيكر په پاكستان كښې د پاتې كېدو په مهال د دواړو هېوادونو ??ړيكې مستحكمولو لپاره د ده د خدماتو ستائنه وكړه. افغان سفير د پاكست??ن او افغانستان د تجارت په لار كښې خنډونه لرې كولو لپاره د قومي اسمبلۍ سپيكر د كردار ستائنه وكړه او وې وئيل افغانستان پاكستان سره خپلو اړيكو ته ډېر د قدر په سترګه ګوري