اسلام آباد 29 ج??لائي (اے پي پي) قومي اسمبلۍ ته وئيلي شوي صارفينو لپاره د كے الېكټرك بېعه د نور هېواد په مقابل كښې كمه ده ، د برېښنا د رسنې نظام ښ?? كولے شي، اوسني حكومت د برېښنا د رسنې نظام په صلاحيت كښې د 5303 م??ګا??اټ اضافه كړې. د شورو په ورځ د قومي اسمبلۍ غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د شاهده رحماني او د نورو غړو د پوښتنو په ځواب كښې د توان وفاقي وزير عمر ايوب خان غونډې ته ووئيل د كے الېكټرك ټېرف د پاكستان د قومي ټېرف نه درې نيمې روپې كم دے. دا به معقول كولے شي. ده ووئيل نېپرا په كے الېكټرك جرمانې لګولي. په كے الېكټرك د سندھ ممبر په سپارښتنه جرمانې كمې كړې شوي. ده ووئيل كے الېكټرك ته د 500 كے وي ګرډ جوړولو وئيلي شوي. ده ووئيل په دې وخت كښې كے الېكټرك ته د قومي ګرېډ څخه 850 م??ګا??اټ برېښنا وركړے كې??ي، د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل 23,300 م??ګا??اټ برېښنا ټرانسميشن لائن ته تللې ده