اسلام آباد ۔ 29 جون (اے پی پی) د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد وئيلي دي د وزیراعظم عمران خان او د هغه د ډلې مخ اولس ته روڼ دے۔ د ګل په ورځ قومي اسمبلۍ كښې د پارلماني لارښودو لخوا د پورته كړو نكتو په ځواب كښې ده وو??يل وزیراعظم عمران خان تل وئيلي دي د پی پی پی او مسلم لیګ ترمينځه نورا كشتي روانه ده۔ په حقيقت كښې دواړه يو دي۔ ده وو??يل د كورونا وائرس وباﺀ د لاسه په حكومت ټكونه شوي۔ ده وو??يل د مخالفې ډلې په غړو د انګرېزانو اثر دے ځكه د بلوم برګ حواله وركوم چا چې وئيلي دي نړۍ دې د مكمل لاك ډاؤن په ځائې سمارټ لاك ډاؤن وكړي۔ اولس او ايوان دې دا پرېكړه وكړي چې څوك غلط دي او څوكه په سمه دي۔ ده وو??يل د پیپلز پارټۍ او مسلم ليګ (ن) دور پېل كېدو سره پي آئي اے او سټيل ملز خسارې سره مخ ش??ي۔ ده وو??يل دا خلق د عمران خان د سپاهي مقابله هم كولې نشي۔ عمران خان سره به مناظره څه وكړي۔ ده وو??يل مونږ پارلمان كښې او په ټي وي مناظرې له چمتو يؤ۔ مرادسعید وو??يل په بجټ ټكونه شو ولې دې خلقو دا هېر كړي چې عمران خان 200 اربه نه د زياتو روپو تاريخي احساس پروګرام وركړے۔