اسلام آباد ۔ 26 جون (اے پی پی) د تعليم او پېشه ورې تربيې وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي د تعليمي ادارو پرانستلو پرېكړه به د جولائي په 2 مه نېټه د زده كړو وزيرانو غونډه كښې كولې شي۔ يو ډول ن??اب زمونږ د منشور برخه ده۔ مونږ يو ډول ن??اب جوړ ك??ے ۔ د مثالي نصابي كتابونو نه وروستو به قانون سازي كوؤ۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د تعليم او تربيې په مطالبات زر كښې د كمي كولو په تحريكونو بحث راغونډولو كښې وفاقي وزير ووئيل د تعلیم څانګې په حقله د مخالفې ډلې په اخلاص شك نه كوؤ۔ د شخصی سکول د پرانستلو اجازه وركړې شوه نو لوئې شمېر شخصي سكولونه پرانستلے شؤل ۔ طبقاتي نظ??م تعليم هم دغه وخت وده وكړه او بېل بې?? نظام تعليم رامخې ته شو۔ ده ووئيل تر سركاري سكولونو هغه خلق محدود ??ات?? شول څوك چې د نجي سكولونو مالي بوج پورته كولې نه شي۔ مدرسو ته هغه ماشومان لاړل د چا څوك د تپوس نه وو۔ د مدرسو خپل ن??اب ؤ كوم چې سركاري ن??اب سره هېڅ تعلق نه لرلو۔ دغسې هېواد كښې درې قسمه نظ??م تعليم رامخې ته شو۔ ده ووئيل زمونږ عدالتونو ٬ حكومت او كارپورېټ كښې انګريزي نظ??م روان ؤ۔ده ووئېل د سركاري سكولونو زده كوؤنكو له په اعلی ملازمتونو كښې ځائې موندل كړان شو۔ د مدرسو نظ??م ډېر وروستو ??ات?? شو۔ ده ووئېل تحریک انصاف خپل منشور كښې ليكلي دي چې طبقاتي نظ??م تعليم ختمولو سره به يو ډول تعليمي نظ??م خپلول وي۔ ده ووئيل ټولو صوبو د يو ډو?? نظام تعليم په معامله مرسته كړې ۔ مونږ يو ن??اب جوړ ك??ے۔ د پرائمرۍ ن??اب جوړ ك??ے شوے ۔ ده ووئيل مونږ به مثالي نصابي كتابونه جوړوؤ۔ او دغې څخه وروستو به قانون سازي كوؤ۔د پاکستان د نجی، سرکاری سکولونو او ديني مدرسو تر 5 م جماعت ن??اب به يو ډول شي۔ده ووئېل د اتحاد تنظیم المدارس په شمول ټولو په دې اتفاق كړے چې د ټولو مدرسو كوچنيان به سركاري امتحانونو كښې ګډون كوي۔ ده ووئيل د کورونا چېلنج سره ټوله نړۍ مخ ده۔ ځكه مونږ د مارچ په 7 مه نېټه د تعليمي ادارو بندولو پرېكړه كړې وه ا و د اپرېل اولنۍ اونۍ څخه مو د ټېلي سكول پرانسته وكړه