پېنډۍ 26 جون (اے پي پي) د رېلوے وف??قي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي په اېم اېل ون منصوب?? كښې به يو لك كسانو ته په مېرټ ملازمت وركولے شي، دا منصوبه زما خوب ٶ كوم چې وزيراعظم عمران خان او سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه رښتيا كړو٬ اوسنے حكومت به خپله آئيني موده ترسره كوي، ناله لئي او نورې منصوبې به تر سره كوو٬ پېنډۍ كښې څلور پوهنتونونه بشپړ كړ?? شوي، چين څخه د دوه نورو نوو پوهنتونونو لوظنامه شوې ۔ د دې خيالاتو څرګندونه شېخ رشيداحمد د كرونا وائرس رنځ څخه د صحت مند كېدو نه پس د جمعې په ورځ پېنډۍ رېلوے سټېشن كښې خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې وك??ه۔ په ژوند كښې په ما درې څلور ځله قاتلانه بريدونه شوي خو زه ېرېدلے نه يم خو دې رنګې ناروغې سره كله نه وم مخ شوے ۔ده ووئېل د اولس مننه كوم٬ زما نه سبق واخلۍ او احتياط وك??ۍ۔ ده ووئيل زما په ژوند به د اېم اېل ون منصوبه په هر صورت بشپړېږي او ما شپاړس كاله وړاندې د دې منصوبې لوظنامه كړ?? وه او نن دا منصوبه پېل كېدونكې ده او د دې كرېډټ وزيراعظم عمران خان او د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه په غاړه دے ٬ د دې منصوبې په پېل كولو كښې د حفيظ شېخ او اسد عمر هم مننه كوم۔ ده ووئيل زه د ټولو قام هم مننه كوم چا چې زما روغ صحت لپاره دعا كړ??۔