اسلام آباد 05 جون (اے پي پي) د مواصلاتو او پوسټل سروسز وفاقي وزير مراد سعيد د ډ??ك محكمې سره د تعلق لرونكو ټولو ملازمانو د كردار ستائنه كړې او وئيلي ئې دي د ډ??ك محكمې ملازمانو د ك??رو??ا غوندې وبا كښې په ډېرو سختو حالاتو كښې ټولو مشرانو پېنشن اخستونكو ته د دوي په كور د پنشن ادائيګي ممكنه كولو سره يو لوي قومي خدمت كړے او د دې چې څومره هم ستائنه وشي كمه ده. د جمعې په ورځ په يو بيان كښې د مواصلات وفاقي وزير د ډ??ك محكمې د ملازمانو د اپ ګرېډېشن د پخوانې غوښتنې په سمدستي توګه د حل ك??لو باور وركړو او اعلان ئې وكړو چې د اپ ګرېډېشن سمري فنانس ډويژن ته منظورې لپاره لېږلې شوې۔ په دې اړه مېډيا سره په خبرو كښې د ډ??ك محكمې وياند وضاحت كولو سره ووئيل د مواصلات وفاقي وزير هدايت په رڼا كښې د ډ??ك محكمې د ملازمانو د اپ ګرېډېشن سمري فنانس ډويژن ته لېږلې شوې او ډېره زر به منظوري شي