اسلام آباد ۔ 5 مئی (اے پی پی) د ك??رونا وائرس صورتحال كښې د قومي ??سمبلۍ غونډې را??لل?? لپاره د خاص پارلماني كمېټۍ غونډه د نهې په ورځ پارلېمنټ هاؤس كښې د وفاقي وزير سيد فخر امام صاحب په مشرۍ كښې وشوه۔ غونډه كښې د ك??ېټۍ ټولو غړو په شمول د ټولو پارلماني ګوندونو نمائندګانو ګډون وكړو۔ د غونډې په مهال د قومي ??سمبلۍ سېشن په اړه د غړو لخوا بېل وړاندېزونه رامخې ته شول ولې بيا هم غونډه كښې په دې صلاح راغله چې په 11 مئی د ګل په ورځ دې د قومي ??سمبلۍ غونډه راوبللې شي۔ غونډه كښې دا خبره هم وشوه چې د 11 مئي غونډه كښې به كورم ته ګوته نه نېولې كېږي ۔ غونډه به تر كووډ 19 محدود ساتلې شي۔ دا پرېكړه هم وشوه چې د پرېس نمائندګانو ??ه به د ك??رېج كولو اجازه وي۔ غونډه كښی د غړو د ګډون پړېكړه به د پارلماني پارټۍ لارښود پخپله كوي۔ د غړو حافظت له هم په تګلاره اتفاق وكړې شو۔ دا پرېكړه هم وشوه چې پارلېمنټ كښی به تګ راتګ محدود ساتلې شي