اسلام آباد 20 اپریل (اے پی پی) د وزیراعظم د سی ډی اے چارو خاص مرستيال علی نواز اعوان د ګل په ورځ سوهان كښې د جوړ احساس ایمرجنسی كیش پروګرام سینټرز دوره كړې چرته چې هغه كیش كاؤنټرز څخه د مرستې روپو وركولو طريقه اوكتله۔په د?? موقع میډیا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل ا??حم?? الله نن ټولې سینټرې په بشپړه ډول فعاله دي،يواځې د ګل په ورځ په يوه ورځ كښې يو كروړ 62 لكه 15 وره روپۍ وركړې شوي۔ ده ووئيل دلته د رتللو مقصد وګړو ته د پروګرام په اړه پيښې ستونزې لرې كول دي، د وزیراعظم عمران خان مننه كوو چې په د?? سخت وخت كښې د غريبانانو مرسته كړې۔ ده ووئيل د لاك ډاؤن له امله ځپليو لپاره احساس ایمرجنسی كیش پروګرام د هيواد د تا??يخ تر ټولو لوئ پروګرام دے ، ډیجیټل سسټم ترمخه په سپيځلې ډول مرسته وركړې كيږي۔ علی نواز اعوان ووئيل كورونا ریلیف ټائیګر فورس رضاكار جمال بټ ته سل??م كوم ??ا چې د احساس ایمرجنسی كیش پروګرام ترمخه غریبانانو څخه د كمیشن اخستلو ډله نيولې ده ، مستحق كسان چا له د كمیشن وركولو حاجت نه لري