هری پور 06 اپریل (اے پی ??ی) نړيوال ??با??ی صورتحال ترمخه سختو حالاتو كښې هيواد لوئ چيلنج سره مخ دے، حكومت د لږو وسائل وباوجود د تاریخ تر ټولو لوئ ریلیف پیكیج اعلان كړې، مونږ به به د يو قام په حثیت د دې حالاتو مقابله كولو سره ??با??ی صورتحال له ماتې وركوو۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده ټی آئی پی ??ری پور كالونی كښې جوړ قرنطینه مركز دورې په موقع ميډيا سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ په دې موقع ??فا??ی وزیر عمر ایوب خان سره ډپټی كمشنر ندیم ناصر او نور اړوند ضلعی افسران هم موجود وؤ چا چې قرنطینه مركز كښې د موجودو آسانيو په اړه ??فا??ی وزیر خبر كړو۔ ده ووئيل د كوم هم بيړني صورت مخنيوي لپاره په ضلعی كچه جوړ قرنطینه مركزونو كښې د اړوند سټاف پشمول ټولې طبی آسانۍ شته دغسې په دې موقع ده د نړيوالې وباﺀ په صورتحال خبرې كولو سره ووئيل د لوئي څښتن شكر كوو چې پاكستان كښې صورتحال اوس هم د نړۍ د نورو هيوادونو په مقابل كښې تر ډيره حده ښه دے۔ ده ووئيل د نړۍ لوئ لوئ پرمختللې هيوادونه د ??با??ی صورتحال ترمخه سختو ستونزو سره مخ دي، د يو قام په حیث به په دې ??با??ی صورتحال قابو موندلو له په ګډه كار كول وي