اسلام آباد 03 اپریل (اے پی پی)وزیرِ اعظم عمران خان د کرونا وائرس صورتحال ترمخه د میډیا انډسټري او میډیا كارمندانو تحفظ لپاره اقداماتو له 5 كسيزه کمیټی ج??ړه كړې۔ کمیټۍ كښې د تعليم وزير شفقت محمود، خاص مرستياله ډاکټرفردوس عاشق اعوان، خاص مرستيال شهزاد اکبر، د اطلاعات سيكتر او ډاکټر شهباز ګل شامل دي۔ د جمعې په ورځ وزیراعظم میډیا آفس لخوا جاري بيان له مخې کمیټي د پاکستان براډ کارسټرز ا??سوسی ایشن د اړخه وزیرِ اعظم ته ليږلې خط نه پس جوړه شوې۔ د کرونا وائرس په وجه د رامخې ته شوي صورتحال ترمخه میډیا انډسټری د ممکنه بحران څخ?? بچ كولو او ميډيا كارمندانو تحفظ په غرض د پاکستان براډ کاسټرز ا??سوسی ایشن وزیرِ اعظم ته نيغ په نيغه خواست كړې ؤ او د انډسټری لپاره ئې د حکومت د اړخه د مرستې غږ ؤ۔ كميټۍ ته د پاکستان براډ کاسټرز ا??سوسی ایشن د اړخه د وړاندې كړو سفارشاتو جاج اخستو او ستونزو هوارولو لپاره ټاسك سپارلې شوې۔ وزیرِ اعظم عمران خان ووئيل کرونا وائرس له امله په رامخې ته شوي چیلنج قابو موندلو له ميډيا مهم كردا?? ترسره كوي۔ده ووئېل کرونا په ضد جنګ كښې د اړوندو ډلو سره سره خبريالان او د ميډيا كارمندان د وړومبي صف كردا?? ترسره كوي۔ ده ووئېل د میډیا كارمندانو تحفظ او انډسټری ستونزې كمولو لپاره به هر ممكنه هڅې كولې شي