دوحه 29 فروری (اے پي پي) د خارجه وزير شاه ??حم??د قريشي او د تاجكستان خارجه وزير سراج الدين مهردين ترمېنځه د خالي په ورځ په دوحه كښې ملاقات شوے. د ملاقات په مهال د افغانستان د سولې په عمل او د دوه اړخيزه اړيكو پشمول د شريكې خوښې په نړيوالو چارو خبرې شوې دي. په دې موقع خارجه وزير شاه ??حم??د قريشي ووئيل چې پاكستان تاجكستان سره خپلو اړيكو ته ډېر د قدر په سترګه ګوري. ده ووئيل چې هغه به ډېر زر ?? مېنځنې اسيائي هېوادونو دوره وكړي. پاكستان ?? مېنځنې اسيا هېوادونو سره تجارتي روابط زياتول غواړي. ده ووئيل چې د دورې په مهال د افغان امن تړون نه پس په صورتحال هم خبرې كولې شي. ده ووئيل چې پاكستان يوازې د هېواد نه بلكې د منطقې په پرمختګ باور لري. ده ووئيل چې ?? مېنځنې اسيا هېوادونو سره تجارتي روابط د پاكستان پرمختګ لپاره مهم دي.