اسلام آباد 15 دسمبر(اے پي پي) د بحرېن باچا حمد بن عيسٰی بن سلمان آل خليفه په بلنه ??ه وزيراعظم عمران خان ﴿نن﴾ د ګل په ورځ د دسمبر په 16مه نېټه د بحرېن دوره كوي، وزيراعظم به د بحرېن د قومي ورځې په دستوره كښې د اعزازي مېلمه په توګه ګډون كوي، وزيراعظم سره به د لوړې پاې پلاوې هم وي چ?? پكښې به د كابينې د غړو نه ??لاوه نور اعلٰی چارواكي هم شامل وي، وزيراعظم ته به د دورې په مهال د بحرېن تر ټولو لوي سول اعزاز هم وركولې شي. د وزيراعظم د دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم عمران خان لخوا په اګست كال 2018م ك??ې د وزيراعظم د چوكۍ سوګند اخستلو نه پس دا د بحرېن وړومبې دوره ده. د دورې په مهال به وزيراعظم د بحرېن باچا حمد بن عيسٰی سره ملاقات كوي او ولي عهد سلمان بن حمد آل خليفه سره به د پلا??و په كچه مذاكرات كېږي. په مذاكراتو كښې به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو په ټولو اړخونو او په نړيوالو او سيمه ايزو چارو خبرې كېږي. وزيراعظم ته به د دورې په مهال د بحرېن تر ټولو لوي سول اعزاز هم وركولې شي. پاكستان او بحرېن شريكه عقيده، كلتور، شريك اعتماد او د همغږۍ ښې اړيكې لري، د دواړو هېوادونو ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې اړيكې جوړې دي. پاكستان او بحرېن د ملګرو ملتونو، او آئي سي او جي سي سي پشمول په ټولو فورمونو يو بل سره ښه مرسته كوي. د دواړو هېوادونو ترمېنځه په پارلماني كچه هم نزدې اړيكې دي، د يو لك نه ??يات پاكستانيان د بحرېن په سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كوي. په بحرېن كښې مېشته دا پاكستانيان د دواړو هېوادونو ترمېنځه د يو قوي انساني پل كار كوي. د وزيراعظم دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت او سرمايه كارې په زياتېدو كښې مرسته وشي او دې مقصد لپاره به په بېلا بېلو طريقو غور كولې شي. دا دوره په دې لح??ظ هم ځانګړې اهميت لري چې ورسره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ګڼ اړخيزه اړيكو په وده كښې ډېره مرسته وشي.