اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره ?? وزيراعظم خاص مر??تي??لې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي وزيراعظم عمران خان قوي او سوكاله پاكستان لپاره ??خته خواري كوي٬ د شهباز شريف غېر جمهوري او غېر آئيني غوښتنې نه شي منلې كېدې ۔ نجي ټي وي چېنل سره ??پلو خبرو كښې دې ووئيل مخالفې ډلې د اولس ملاتړ د لاسه وركړې٬ د مسلم ليګ (ن) لارښود شهباز شريف دې اوس څلور كاله انتظار وكړي٬ هغه به د جمهوري حك??مت په ضد په منفي ډنډورو مايوسه شي۔ د بدلون په اړه د شهباز شريف په تبصره ??پل غبرګون كښې ډاکټر فردوس عاشق اعوان شهباز شريف ته ووئيل ته وړومبې خپل ګوند كښې بدلون راوله ٬ تاسو پخپله د مسلم ليګ (ن) د سينئر قيا??ت په لاسو كښې د ګوډا ګي غوندې ئې٬ په ګوند كښې د پرېكړې اختيار نه لرې۔ دې ووئيل د مسلم ليګ (ن) مشران د بليك ميلنګ په طرېقو د اولس خواخوږي ترلاسه كول او سياسي لمبرې جوړول غواړي۔ خو هغوي له به دا خبره ياد ساتل پكار وي چې په تېرو ټول ټاكنو كښې اولس هغوي رد كړې دي او د پاکستان تحريک انصاف مخلص قيادت له ئې رائے وركړي۔ دې په مخالف ډله زور راوړو چې د پارليمان قانون سازۍ په حقله زمه وارۍ تر سره كړي او د تحريک انصاف د ټاكلې جمهوري قيادت احترام وكړي ۔ دې ووئېل جې كله د مخالفې ډلې مشر په اقتدار كښې وي نو هغوي د پارلمان احترام کوي خو چې كله د اقتدار نه بهر وي په وزيراعظم عمران خان ټكونه كوي ۔خاص مر??تي??لې ووئېل هر پاکستانې پخوا د (ن ) ليګ د کرپشن نه مايوسه دے او د منفي تږ لارو په شا د حقيقت نه خبر دے۔ دې واضح كړه د پې ټې آئې حک??مت به په بدعنوانۍ هيڅ كله سودا اونه كړي ځكه چې وزير اعظم عمران خان مضبوط او خوشحال پاکستان لپاره ??خته خواري كوي ۔ فردوس عاشق اعوان ووئېل د مخالفې ډلې خواهشات به كله تر سره نه شي او هغوي په په يقينې ت??ګه د مايوسې سره مخ كېږي ۔ دې ووئېل مخالفه ډله پخپل منې لانډرنګ او بدعنوانۍ پرده اچول غواړي