اسلام آباد 20 جون (اے پی پی) سېنېټ د مصر پخواني اولسمشر مح??د مرسی په مړينه د غمرازۍ قرارداد منظور كړې دې ۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ غونډه كښې په دې لړ كښې سناتور مشتاق احمد قرارداد وړاندې كړو۔ قرارداد كښې وئيلي شوې دا غونډه د عرب جمهوری مصر پخواني اولس مشر مح??د مرسی په مړينه د غم دړد څرګندونه كوي۔ د مح??د مرسی هلې ځلې او قربانۍ د جمهوریت او پارلیمانی سرلوړۍ ، آئین او سول حکمرانۍ، انصاف او بنیادی بشري حقونو لپاره وي او په دې اړه به د هغه قربانۍ بې ځايه نه ځي۔ قرارداد كښې وئيلي شوي ټول جمهوری كسان په ټوله نړۍ كښې او په خاص توګه مصر دې د هغه د قربانیو اعتراف وكړي۔ سېنېټ د مح??د مرسی ظلم او جبر په ضد همت او حوصلې ته پيرزوئنې وړاندې كوي۔ مح??د مرسی او نورو بنديوانو ستونزو په اړه د نړۍ په لاتعلقۍ د مایوسۍ څركندونه كوي۔ د پاکستان هیومن رائټس واچ د خدشاتو او مطالبې توثیق کوي كومو كښې چې د هغه حالات د آزادو پلټنو غوښتنه شوي كوم چې د مصر د پخواني اولس مشر د مرګ سبب وګرځيد۔ سېنېټ د پاكستان په حکومت هم زور را??ړي چې هغه دا د يوې موقع په توګه اخستلو سره د آمرانو او نورو غیر منتخبو قواؤ په ضد د جمهوری حکومتونو مرستې لپاره لیګ آف ډیموکریټك اسټېټس جوړولو له اقدامات پيل كړي۔ سېنېټ غوښتنه كوي چې د پاكستان حكومت د ملګرو ملتونو د چارټر، او آئی سی بشري حقونو په اړه اعلامیې، د بشري حقونو په اړه د قاهرہ اعلامیې ترمخه سیاسی بنديوانو مقدمو منصفانه سماعت لپاره مصر او چرته چې ضروری وي د نورو اسلامي هېوادونو سره هم رابطه وكړي۔ دغسې سېنېټ په يو خله د قرارداد منظوری وركړه۔