اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي) خارجه سېكتر سهېل محمود سره د پاك فرانس فرېنډ شپ ګروپ درې كسيزه پلاوي د سناتور پاسكل زلېزرډ په مشرۍ كښې د شورو په ورځ خارجه وزارت كښې ليدلي دي ۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د خبرو اترو په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او د سيمه ايزو چارو په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې۔ دواړو ډلو د تجارت٬ سرمايه كارۍ ٬ د پارلمانونو ترمېنځه په مرسته او په او??سي كچه د رابطو پشمول د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې د موجوده مرس??ې په كچه د اطمينان څرګندونه كړې ۔ پلاوې د پاكستان په څلور ورځنۍ دوره راغلې ا?? دوي به د دورې په مهال كر??چۍ او ګوادر ته هم ځي