ملتان ۔31 مارچ(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي وزيراعظم عم??ان د ډيل قائل دې او نه ډھيل ته تيار دې۔ هغه وائي د قانون ترمخه چارې بايد مخ په وړاندې لاړې شي۔ نېب يوه خپلواكه اداره ده ٬ هغه د ټولو د احتساب اختيار لري۔ نېب د مسلم ليګ ٬ پيپلز ګوند او د تحريك انصاف په شمول د ټولو ګوندونو د كوم فرق نه غېر حساب وكړو او حكومت په دې معامله كښې كوم ډول لاس وهنه نه كوي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ م??تان كښې ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ خارجه وزير زياته كړه چې پاكستان دا مهال نازك وخت څخه تېرېږي۔ ما وړاندې هم وئيلي وو او اوس هم وايم چې هند د پاكتسان د يوازې كولو هڅه كوي۔ د اېف اے ټي اېف ګرے لسټ څخه پاكستان بلېك لسټ ته د ټېله كولو هڅې كولې شي۔ ده ووئيل زه بلاول بھټو شهباز شريف دواړو ته وئيل غواړم چې مونږ سياسي اختلافات لرو او وي به ولې د موجوده صورتحال غوښتنه دا ده چې مونږ د هېواد په ګټه كښې د تنګ نظرۍ څرګندونه ونكړو۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل عم??ان خان تېره ورځ ګھوټكي كښې يوې ل??يې اولسي غونډې ته خطاب وكړو۔ دغلته د مخالفې ډلې غړو ده ته ووئيل چې د سندھ حكومت دوئي سره ناوړه سلوك كوي۔ د پی پی حکومت سندھ كښې د اسمبلۍ خپلو غړو ته ددوئي حلقو له د 20 ٬ 20 كروړه روپو فنډز وركړې دي ولې ??پو??يشن ته ئې هېڅ وركړې نه دي۔ دغسې بېنظير انكم سپورټ پروګرام هم په سم ډول كارولې نه شي۔ خارجه وزير ووئيل د بېنظیر انکم سپورټ پروګرام په سروے هم اعتراضونه وكړې شول۔ مونږ چې د بې وزلۍ ختمولو له د احساس په نامه كوم پروګرام پېل كړې دې دې ل??اره به بيا سروے كولې شي۔ د بېنظیر انکم سپورت پروګرام نامې بدلولو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده وئيل دا يوه قانوني مسئله ده۔ بياهم په ذاتي توګه زه ددې نامې د بدلولو په حق كښې نه يم۔ نامه هېڅ نه وي اصل كښې خو كار ته كتلې شي۔ د پېټرول په ??رخ كښې د اضافې په اړه ده ووئيل په نړيوالۍ منډۍ كښې د پېټرولو په ??رخ كښې د زياتوالي اغېز په پاكستان هم راځي۔ ده ووئيل غواړو چې داسې ګامونه پورته كړو چې ورسره په اولس بوج نه پرېوزي۔ خارجه وزير ووئيل سوئيلي پنجاب نعره نه بلكې ضرورت دې۔ نن د 12 كروړه اولس صوبه چلول ممكن نه دي۔ مونږ د سوئيلي پنجاب نعره پورته كړې نه وه بلكې ددې سيمې مسئلې مو حل كول غوښتل