اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي) پاكستان په واضحه توګه وئيلي دي چې په افغانستان كښې امن د پاكستان په ګټه دے٬ دا د حكومت د ترجيحاتو برخه دے٬ مونږ خوشحاله يو چې زمونږ دا دريځ نورو هېوادونو هم منلې چې ?? افغانستان شخړه كوم پوځي حل نه لري۔ د جمعې په ورځ د قومي اسمبلۍ پھ غونډه كښې د خارجه وزارت لخوا ايوان ته ووئيل شول چې د پاكستان سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره په افغانستان كښې امن ضروري دے۔ پاكستان او په خاص توګه وزيراعظم د كافي مودې نه وائي چې ?? افغانستان د شخړې كوم پوځي حل نشته۔ ?? افغانانو په مشرې كښې د سولې او تفاهم عمل يوازې د دې معاملې حل دے۔ په افغانستان كښې سياسي حل لټولو لپاره د پاكستان او امريكې په خيالاتو كښې مطابقت پېدا شوے۔ اولس ??شر ټرمپ د ترهګرې په ضد پاكستا?? كردار تسليم كړے او د خبرو اترو د لارې ?? افغان شخړې حل لپاره ئې د پاكستان نه مرسته غوښتې۔ پاكستان د افغان د سولې عمل ملاتړ لپاره ټولو سيمه ايزو هېوادونو سره په تماس كښې دے