اسلام آباد ۔ 4 جنوری (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګڼدا پور وئيلي دي د پاكستان حكومت او اولس به كشمير?? اولس ته د دوئي د خپلواكۍ حق وركولو له خپلې سفارتي ٬ س??اس?? او اخلاقي هڅې دوامدارې ساتي۔ د كشمير د خپلواكۍ ورځې په مهال خپل خاص پېغام كښې ده ووئيل دا ننۍ ورځ ډېره مهمه ده ولې چې په دې ورځ د نن نه 70 كاله آګاهو د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د كشميريانو د خپلواكۍ حق منلو سره په سپېځلي توګه د رايو شمېرې د لارې د دوئي د سباؤن پرېكړې كولو قرارداد منظوري وركړې وه۔ ولې افسوس په دې خبره دې چې د 70 كلونو تېرېدو سره هم نړيواله ورورول?? او ملګري ملتونه د خپلواكۍ حق په دې قرارداد عملدرآمد كولو كښې ناكامه پاتې شوي د?? او د خپلو سياس?? او معاشي ګټو لامله دوئي په كشمير?? اولس د روان زور ظلم او زياتي څخه سترګې پټې كړې دي۔ ده ووئيل هند په مقبوضه كشمير كښې د حېوانيت او سفاكۍ نوې م??ال??نه جوړ كړې د?? او تېره ورځ ئې هم څلور بې ګناه كشميريان شهيد كړي دي۔ ده ووئيل په كشمير كښې د 13 څخه تر 25 كالو ځوانان په خاص توګه په نښه كولې شي۔ ده ووئيل مقبوضه كشمير سره اړوند د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كمېشن راپور يوه لويه سفارتي كاميابي ده چې په بنياد ئې د كشمير مسئله په نړيواله توګه رامخې ته كولې شي۔ ده ووئيل په خپله د هند دننه ځينې شعور لرونكې حلقې دا تسليموي چې د كشمير مسئله يوازې د مذاكراتو د لارې حل كې??ې شي۔ ده ووئيل په ننۍ ورځ كشمير?? اولس ددې لوظ پخلې كوي چې د ملګرو ملتونو لخوا منلې شوې د خپلواكۍ حق زمونږ پېدائشي حق دے او مونږ به چرې دې نه په شا نه شوو۔ ده ووئيل په اېل او سي بې درېغه ډزې او مقبوضه كشمير كښې انسانيت سوز ظلمونه د خپلواكۍ حق له د كشمير?? اولس عزم كمزورې كولې نه شي۔ ده زياته كړه چې كشمير?? اولس به هند څخه خپل حق ضرور اخلي۔