لاهور 18 نومبر (اے پي پي) د تعليم او وظيفه اي تربيې وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي چې حكومت به په خپل اوسني دور كښې د هېواد معيشت لوړې كچې ته رسوي٬ د هېواد په برآمداتو كښې به تاريخي اضافه وشي٬ پخوانو حكومتونو د اح??ساب په نوم هېواد لوټلې او د غريب خوشحالې لپاره ئې څه نه دي كړي٬ اوسنې حكومت به د اول?? خوشحالې٬ د قانون حكمرانې او د غريبو خلقو بهترې لپا??ه اقدامات كوي۔ ده دا خبرې په الحمرا هال كښې د اتوار په ورځ په فېض انټرنېشنل فېسټول كښې د مكالمې په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې۔ په دې موقع د نېشنل ګوند صدر حاصل بزنجو٬ د پاكستان پيپلز ګوند لارښود چوهدري منظور٬ د مسلم ليګ ﴿ن﴾ سناتوره نزهت صادق او بشريٰ ګوهر هم موجود وه۔ وفاقي وزير ووئيل چې حكومت د تعليم په نظام كښې بهترې لپا??ه اقدامات كوي۔ په هېواد كښې به د تعليم يو ډول نظام سره سره د تعليم ميعار هم باوري كولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل چې كله سياسي ګوندونه په اقتدار كښې وي نو د اقتدار خوندونه اخلي او چې كله په اپوزيشن كښې وي نو د حكومت په كارونو بې ځايه ني??كې كوي۔ په دې موقع حاصل بزنجو٬ سناتورې نزهت صادق او بشرٰي ګوهر هم وېنا وكړه۔