لاهور 15 جولائي (اے پي پي) د سارك چېمبر سينئر نائب صدر افتخار علي ??لك وئيلي دي چې د سارك ټول هېوادونه دې په منطقه كښې د اوبو او هوا د بدلون بد آغېز كمولو لپاره په ګډه كار وكړي٬ ټول هېوادونه دې د خپل اولس د ژوند تحفظ ا و د منطقې زرعي صورتحال ښه كولو لپاره طريقه كار وضع كړي٬ د ماحولياتي بدلون له امله د موسم شدت معمول جوړ شوے۔ د بنګله دېش په يايه تخت ډهاكه كښې د موسمياتي بدل??ن په اړه كنفرنس ته ?? وېنا كولو په مهال افتخار علي ??لك ووئ??ل چې سيمه ايز هېوادونه دومره صلاحيت نه لري چې هغه په انفرادي توګه د دې چېلنجونو مخ نيوې وكړے شي۔ ده ووئ??ل چې بايد داسې پروګرامونو ته وده وركړې شي او داسې اقدامات وكړې شي چې ورسره د كاربن اخراج كم شي٬ دې لپاره به سائنسي تعليم په تعليمي نصاب كښې شاملول وي۔ ده ووئ??ل چې د ماحولياتي بدلون مخ نيوي لپاره د اقداماتو كولو ضرورت دے۔ ده ووئ??ل چې پاكستان د ماحولياتي بدلون آغېز سره مخ دے۔ ده ووئ??ل چې پاكستان ماحولياتي بهترې لپاره پوخ عزم لري۔ پاكستان ته به د موسمياتي بدل??ن په آغېز قابو موندلو لپاره هر كال د 10 اربه 70 كروړه ډالرو ضرورت وي او د اوبو او هوا د بدل??ن په آغېز قابو موندلو لپاره تر 17 اربه ډالرو لګښت راتلې شي۔