اسلام آباد ۔ 20 ستمبر (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي و??يلي دي چې د هند د جارح قيادت لاس په نيوكليئر بټن دې څوك چې د ه??دو??نو د سرلوړۍ د نظريې له مخې پ?? اقليتونو ظلم كوي٬ دې لپاره دا نه يوازې سيمه ايز او نړيوال امن بلكه د هند خپلې ټولنې لپاره خطر جوړ شوې٬ د هندي حكومت په انتها خوښۍ او فسطائيت آډانه پاليسۍ د هټلر او موسلېني غوندې دې٬ هند به تېرو اوو لسيزو غوندې د كشميريانو د آزادۍ تحريك غلې كولو كښې ناكامه شي٬ پاکستان امن غواړي خو كه په مونږ جنګ وتپلې شو نو د بشپړه طاقت د لارې به ځواب وركوٶ٬ پاكستان او تركيې د ورورولۍ نزدې اړيكې لري٬ د دواړو هېوادونو اړيكې او تذويراتي مرسته به د اولس په ګټه لا قوي كولې شي۔ اولس مشر دا كبرې د تركيې د ميديا پلاوي سره خپلو خبرو كښې كړې چا چې د پروفېسر ډاکټر خليل توکر په مشرۍ كښې د جمعې پ?? ورځ په ايوان صدر كښې ملاقات كړې۔ اولس مشر ووئيل نړۍ د ګجرات د قصاب څخه د كشميري اولس د بنيادي حقونو د احترام توقع نشي لرلې دا مهال چې پ?? مقبوضه سيمه كښې څه روان دي دا په فلسطين كښې د اسرائيل د ظلمونو په ډول دي۔ ده ووئيل خلق د طاقت په زور نشي غلې كېدې٬ هند هم د اووه لسيزو راهسې د كشميريانو د آزادۍ غږ غلې كولو كښې پاتې راغلې۔ د يوې پ??ښتنې پ?? ځواب اولس مشر ووئيل پاکستان امن غواړي خو كه په مونږ جنګ وتپلې شو نو د بشپړه طاقت د لارې به ځواب وركوٶ ۔ ده ووئيل د مودي سرکار د ه??دو??نو د سرلوړې جنونيت د هند سېكولر تشخص بدلوي او څه چې پ?? كشمير كښې كېږي ھغه د نور هند د حالاتو تسلسل دے۔ ده ووئيل نن هند كښې اقليتونه په وېره كښې دي٬ د هندي حكومت په انتها خوښۍ او فسطائيت آډانه پاليسۍ د هټلر او موسلېني غوندې دي٬ د تېرو څو لسيزو راهسې د هند په قبضه كښې 80 لكه نه زيات كشميريان د تېرو شپږ اوونيو راهسې د غېر قانوني پوځي قبضې د لارې محصور دي۔ ده ووئيل نړيوالي و??ورولۍ له د كشميريانو حقونو او آزادۍ لپاره په هند فشار اچولو كښې كردار لوبول پكار دې۔ اولس مشر ووئيل پاكستان او تركيه د ورورولۍ نزدې اړيكې لري كومې چې پ?? شريكه عقيده ٬ كلتور ، تهذيبي او اولسي رابطو آډانه دي۔ ده ووئيل ٬ د دواړو هېوادونو اړيكې او تذويراتي مرسته به د اولس په ګټه لا قوي كولې شي۔ اولس مشر د هند غېر قانوني اقدامات رامخې ته كولو كښې د تركيه د ميديا كردار وستائلو او د دې اميد څرګندونه ئې وكړې چې دوي به دغسې د مظلوم كشميريانو د غږ پورته كولو هڅې دوام دارې ساتي۔ اولس مشر ووئيل پاكستان د تركيه حكومت او اولس لخوا د كشمير په مسئله د پرله پسې ملاتړ مننه كوي او د تركيې پ?? مفادو به د تركيه د حكومت او اولس ملاتړ روان ساتي