ملتان 25 اګست (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې د مقبوضه كشمير صورتحال د انساني الميې داسې صورتحال اختيار كړے چې كه نړۍ كشمير ته پام ونه كړو نو دا به مجرمانه غفلت وي۔ د اتوار په ورځ په ملتان كښې مېډيا سره په خبرو كښې خارجه وزير ووئيل چې هند د ظلمونو انتها كړې٬ د بشري حقونو څخه سرغړونې كېږي او په خلقو بې پنا ظلمونه كېږي۔ د?? ووئيل چې د دې صورتحال جاج اخستلو لپاره تېره ورځ ?? هند د پارلمان غړي كشمير ته لاړل خو دوي سره چې كوم سلوك وكړے شو ټولې نړۍ وكتلو۔ ??غه د هوائي اډې نه ستانه كړې شول۔ مونږ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كشمنر او عمومي سېكتر سره تماس ونيولو چې د دې صورتحال نوټس واخلي۔ د?? ووئيل چې په مقبوضه كشمير كښې په 20 ورځ هم شپه او ورځ كرفيو ده٬ ماشومان د لوږې نه مري٬ خوراك ختم شوے٬ داروګان نشته٬ مسلمانان د اختر د لمونځ كولو او د قربانې اجازه نه لري۔ په داسې صورتحال كښې ?? هند سېكولر څېره نړۍ وكتله۔ د?? ووئيل چې بايد ?? اسلامي مرستې تنظيم هم په دې معامله كښې خپل كردار ترسره كړي۔ د?? ووئيل چې هند د آر اېس اېس غنډه ګان كشمير ته راولي چې دغسې د دوي عزائم پوره كړې شي۔