اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې پاكستان او اروپائي اېتلاف پخوانې ژورې اړيكې لري٬ اروپائي اېتلاف سره د اوږدو مذاكراتو نه پس زمونږ د ستراتېژيكي پلان لو??نامه شوې٬ په 25مه نېټه به لو??نامه لاسليك شي۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ برسلز ته د روانېدو نه وړاندې مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړې۔ ده ووئيل چې اروپائي اېتلاف د يو بل مرسته كوي او د يو بل ملګري هم پاتې شوي دي۔ ده ووئيل چې اروپائي اېتلاف سره د اوږدو مذاكراتو نه پس زمونږ د ستراتېژيكي پلان لو??نامه شوې٬ په 25مه نېټه به لو??نامه لاسليك شي٬ دا يو ښه پرمختګ دے ځكه چې زمونږ خواهش و چې دا لو??نامه وشي۔ ده ووئيل چې په برسلز كښې د ناټو مركزي دفتر هم دے او هلته د تللو موقع به هم په لاس راشي۔ د ناټو عمومي سېكتر سره به ملاقات كېږي۔ ده ووئيل چې د ترهګرې په ضد په هڅو كښې زمونږ مهم كردار پاتې شوے او ناټو هم د دې اعتراف كوي۔