كوئټه 22 جون (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري وئيلي دي چې پاكستان په نړۍ كښې اقليتونو لپاره تر ټ??لو محفوظ هېواد دے٬ په كوئټه كښې د هزاره ورورولې په هدفي وژنه اندېښنه لرو٬ د دوي په غم كښې برابر شريك يو٬ د ټ??لو مذهبونو خلقو رايوځائ ك??لو مقصد د مسلمانانو او غېر مسلمو ترمېنځه همغږي پېدا كول دي۔ د خالي په ورځ په كوئټه كښې د مذهبي همغږۍ كنفرنس ته په خپ??ه وېنا كښې وفاقي وزير وو??يل چې دا ډول كنفرنسونه د دې نه وړاندې په اسلام آباد٬ لاهور٬ كراچې او پېښور كښې هم شوي دي چې مقصد ئې په هېواد كښې د مذهبي همغږۍ او امن پېغام وركول دي۔ ده وو??يل چې پاكستان د بېلا بېلو كلتورونو٬ ژبو او رنګونو هېواد دے٬ په هېواد كښې ورورولې٬ تحمل او زغم ته د ودې ورك??لو ضرورت دے۔ ده وو??يل چې پاكستان زمونږ هېواد دے او د دې هېواد استحكام او اصل څېره نړۍ ته ښودل دي۔ ده وو??يل چې وزيراعظم عمران خان په پاكستان كښې اقليتونو ته د دوي جائز مقام او مذهبي آزادې لپاره هڅې كوي۔ ده وو??يل چې په پاكستان كښې اقليتونه هم د مسلمانانو پشان ټول حقوق لري۔ ده وو??يل چې پوره باور سره وايم چې پاكستان په نړۍ كښې اقليتونو لپاره تر ټ??لو محفوظ هېواد دے۔