اسلام آباد 03 جون (اے پ?? پي﴾ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د برټش ??يئر لائن د پروازونو پېل كېدل د پرمختګ په پلو د قدم اخستلو د پاكستان عكاسي ده او دا په نوي پاكستان او د دې په حكومت د نړۍ د باور څرګندونه ده۔ د برتانيې د فضائي كمپنې برټس ايئر و??ز لخوا اسلام آباد ته په وړومبي پرواز رارسېدو د ګل په ورځ په خپل يو ټويټ كښې هغې ووئيل چې پاكستان تحريك انصاف هغه چارې ترسره كړې ك??مې چې تېرو حكومتونو نه وې كړې۔ هغې ووئيل چې د برټش ??يئر لائن د پروازونو پېل كېدل د پرمختګ په پلو د قدم اخستلو د پاكستان عكاسي ده۔ د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل چې د پروازونو پېل كېدل د دې خبرې ثبوت دے چې نړۍ د وزيراعظم عمران خان د سوله ايزې بيانيې رښتيا تسليموي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې د كپتان په مشرې كښې به د پاكستان د پرمختګ او سوكالې مقصد په هر صورت ترلاسه كوو۔